د جنـازو لمونځـونـه/ س، سیرت

غزل/ س،سیرت

د بنـد ګـۍ لاس پـه نامـه د ودريـدو لمــونځـونه

خدايه په درکې مو قبول کې د سجدو لمونځـونه

اوس دمحراب پرځاى د ارګ لوري ته درومي مشران

کوي سهار ماښام لګيا دي د وعـدو لمـونځــونه

ده بدبختي منل، يوځای  ديمـوکـراسـۍ په نامـه

چې کړي زاهد او مۍ پرست په ميکدو لمونځونه

آبــد خـو ناردى د مـظلـوم او بـــې ګنــاه په قتــل

بدبخت قاتل ته نوردود شوي د ويشتـو لمونځونـه

د اسيـا زړه کــې اور بلـيږي د ډالـــر پـه پـوکــو

ډير بې ضميره کړي په لوري د لمبو لمونـځونـه

د پنځه وخت فرضي لمونځونو زيات په کلي کې اوس

زمـونـږ امـام کــوي اکــثر د جنــازو لـمونځونـه

مونـږ پـه وژلـو ورکــوي ځان ځايـوي ســيرتـه

راځۍ چې وکړو مونږ د دوى د ورکيدو لمونځونه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button