افغان دولت پورې مربوط ۱۲ ویبسایټونه هېک شوي دي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۳) زرغون خوږیاڼی

وروسته د ډاکټر عبدالله عبدالله د رسمي صفحې هک کولو نه دا ځل هیکرانو د افغان دولت ۱۲ مهم ویبساټونه هیک کړي دي.

د هیکرانو یوې ډلې (Ghost Squad Hackers)ادعا کړې، چې د افغان دولت ۱۲ ویبسايټونه یې هیک کړي دي.

دې ډلې د د زیانمنونکو نقاطو په استفادې سره د حکومت ټول بریښنايي سرورونو باندې د حکومت ضد پیغامونه ځای پر ځای کړي دي.

د معلوماتو له مخې، په دې هېک شوي ویبسایټونو کې د عدلیې وزارت، دفاع وزارت، د خارجه چارو وزارت، د مهاجرینو د چارو وزارت او د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویبسایټونه هیک شوي دي.

د اطلس پرس په خبر کې ویل شوي، چې د (Ghost Squad Hackers) هیکرانو د دولت ضد پيغامونه د افغانستان د هوايي چلند ادارې ویبسایټ، د افغان کارت شرکت ویبسايټ، د افغانستان د ریل ګاډي ویبسایټ، د کارتوګرافۍ ویبسایټ او د بلخ د والي په اداري ویبسايټونو ځای پر ځای کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button