(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۳) زرغون خوږیاڼی
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د امریکايي ځواکونو هغه ډله چې د افغان ځواکونو ملاتړ په موخه ځای پر ځای شوې وه، بېرته د شوراب اډې تللې ده.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د لښکرګاه ښار په بست هوايي ډګر کې سلګونه امريکايي سرتېري په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه ځاى پر ځاى شول.
په هلمند کې يوې باوري امنیتي سرچينې د وږي په ١٣مه پژاوک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځواکونه تېره شپه له لښکرګاه څخه د ښوراب هوایي اډې ته تللي دي.
لښکرګاه ښار ته څيرمه امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې برخه واخیسته، چې د طالبانو په وینا په جګړه امریکايي عسکرو په لسګونو خپل سرتیري له لاسه ورکړل، چې نن هم په هلمند کې د ۹ امریکايي عسکر ووژل شول.
دا امریکايي پوځیان په داسې حال کې بیرته خپلو اډو ته ستنیږي، چې نه خو په هلمند کې امنیتي حالت د پخوا په پرتله ښه شوی دی او نه طالبانو له خپلو سنګرونو وروسته شوي دي.
ښوراب له مرکز لښګرګاه څخه ٦٠ کيلومتره لرې د ګرشک او واشير ولسواليو تر منځ د کندهار- هلمند پر لويه لاره پرته اډه ده.
دغه راز يادې سرچیني وویل چې امریکايي ځواکونو ژمنه کړې، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به د اړتیا پر مهال د هوايي ځواک په برخه کې مرسته کوي؛ خو په پلي ځمکني عملیاتو کې به برخه نه اخلي.
د هلمند د ولایتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر وويل، چې د امریکايي ځواکونو راتګ او بېرته تګ پر امنیت کوم مثبت او يا هم منفي اغېز نه کوي، ښه خبره دا ده چې افغان ځواکونه اکمال شي.
احمدشاکر وايي، چې بهرني ځواکونه د امنیت د ټیګښت او د حکومت د غښتلتوب لپاره ښه نیت نه لري؛ ځکه د دوى په شتون کې هم يو شمېر سیمې سقوط کوي او د طالبانو لاسته لویږي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه امریکايي ځواکونه نږدې دوه اونۍ وړاندې لښکرګاه ته راغلل؛ خو د دوى په شتون کې هم د لښکرګاه په امنيت کې کوم مثبت بدلون ونه ليدل شو.
د هلمند د ولایتي شورا منشي عطاءالله افغان بيا وايي، چې امريکايي ځواکونه له ښوراب څخه هم د هلمند د امنيت د ټينګښټ لپاره اقدامات کولاى شي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک که څه هم د امریکايي ځواکونو د تلو خبره رد نه کړه، خو ويې ویل چې بهرني ځواکونه له ښوراب څخه د امنيت په ټينګښت کې له افغان ځواکونو سره مرستې کوي.
همدارنګه په افغانستان کې دا مريکايي ځواکونو وياند بريد جنرال چارليس کليولينډ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځواکونه يې لښکرګاه ته د جګړه ييز ماموريت لپاره نه وو تللي.
هغه زياته کړه چې دغه امريکايي ځواکونه په سيمه کې مېشتو د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ لپاره ځاى پر ځاى شوي وو.
د امريکايي ځواکونو وياند وايي، په پيل کې دوى په ډاګه کړې وه چې ځواکونه يې د لنډمهال لپاره لښکرګاه ته ځي، هلته يې خپل لنډمهال ماموريت پاى ته رسولې او اوس بېرته خپلو پوځي مرکزونو ته ستانه شوي دي.


















