(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۴) زرغون خوږیاڼی
په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازي وايي، چې وسله والو طالبانو اوس په مرکز لښګرګاه کې هم چریکي بریدونه پيل کړي دي، دوی وايي چې ولایتي چارواکي مرکز ته غلط راپورونه ورکوي، استازي زیاتوي چې د هلمند ولایت هغه چارواکي چې هلمند یې له اوسني برخلیک سره مخ کړی دی باید محاکمه شي.
استازي وايي، چې اوسمهال هلمند ولایت د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د جګړې پر خونړي ډګر بدل شوی دی، ورځ تر بلې پکې جګړه او ناامني زور اخلي.
په مشرانو جرګه کې د هلمند استازی محمد هاشم الکوزی او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازی عبدالجبار قهرمان وايي، چې اوس مهال د هلمند جګړه له کابو کولو وتلې ده.
په ملي شورا کې د هلمند استازي وايي، چې په دې ولایت کې وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی دی او جګړه د هلمند تر مرکز لښکرګاه را رسیدلې.
ویل کېږي چې وړمه شپه هم د هلمند ولایت مرکز لښګرګاه په دویمه حوزه کې د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.
دوه ورځې وړاندې طالبانو په یوه خبر کې ویلي وو، چې ددوی ځواکونو د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ مربوط یوه مهمه قرارګاه نیولې او ګڼ شمیر غنیمتونه یې هم ترلاسه کړي دي.
بلخوا د دفاع وزارت وايي، چې په هلمند ولایت کې جنګیدونکي وسله وال تر ډیره بهرنیان دي، دوی وايي چې افغان عسکر هڅه کوي له وسله والو څخه یو شمیر سیمې تصفیه کړي.
په هلمند کې د جګړې د سختیدو خبر په داسې وخت کې ورکول کیږي، چې وړمه ورځ د هلمند لښکرګاه کې د امنیت ټينګولو په موخه راغلي امریکايي عسکرو سیمه پریښې او د شوراب اډې ته ستانه شوي دي.
دا مريکايي ځواکونو وياند بريد جنرال چارليس کليولينډ ویلي، چې دوی به دافغان سرتیرو سره د هوایي ځواک له لارې مرسته وکړي.


















