( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۴) زرغون خوږیاڼی
طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چي هند دې افغانستان ته د وژلو او ورانولو اسباب نه را لیږي او نه دي په خپلو پوځي مرستو سره د فاسد حکومت د دوامداره کولو هڅې کوي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي، چې په تاریخي لحاظ د افغانستان خلک د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې د مداخلې او بدخواهي سابقه نلري، له نورو هیوادونو څخه هم غواړي چې له افغانانو سره ورته تعامل ولري.
طالب ویاند وايي، چې اسلامي امارت د افغان ولس په استازيتوب د امریکايي اشغال سره په جګړه بوخت دی، امریکايانو زمونږ جوړ حکومت ړنګ کړ، خلک موم راته وژني، کورونه را نړوي، په فساد کې غرق ټوپکمار او جنګ سالار خلک یې پر افغان ولس مسلط کړل، هند چې یو دا ډول نظام سره نظامي مرستې کوي، چې بیا مو کورونه ونړوي، ملت مو راته ووژني اوعام المنفعه تأسيسات مو پرې ویجاړوي چي ښه مثال یې دکندز ولایت دالچین پله بمبارول دي چي دکابل ادارې په هغو څرخکو بمبار کړ کومي چي دهند حکومت ورکړي دي ، نو دا د هند زمونږ د هېواد له خلکو سره ښکاره دښمني ده، اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي.
د موضوع د ارزښت له مخې یې اعلامیه کټ مټ خپروو:
له کابل ادارې سره د هند هیواد د پوځي مرستو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
د افغانستان خلک په تاريخي لحاظ د نورو هیوادونو په چارو کې دمداخلې او بدخواهي سابقه نلري، له نورو هیوادونو څخه هم غواړي چې له افغانانو سره ورته تعامل ولري.
اسلامي امارت د خپل ولس په استازیتوب د امریکايي اشغال او نیواک په وړاندې په جګړه بوخت دی، زموږ په مقابل کې یا بهرني اشغالګر هیوادونه دي چې جګړه کوي، جوړ نظام يې راته ړنګ کړی دی، خلک مو وژني، کورونه مو نړوي او زموږ له ملت څخه يې آزادي سلب کړي ده، او یا هم دکابل ادارې بې کفایته، په فساد کې غرق، ټوپکمار او جنګ سالار اشخاص دي چې د امریکايي مټو په زور زموږ په خلکو تپل شوي چې هيڅ ولسي ملاتړ او بنیاد نه لري، بلکې دخپلو شخصي ګټو په لټه کې د امریکايي الوتکو تر وزرو لاندې ورځنی سیاسي تنفس کاږي.
بناء راپورونه خپریږي چې هند هیواد غواړي په نظامي برخه کې د کابل له ادارې سره دالوتکو او تجهيزاتو مرسته وکړي، دا څوم ځل دی چې هند د کابل له ګوډاګۍ ادارې سره پوځي او نظامي مرستې کوي، معلومداره خبره ده، هغوی مو بیرته ملت پرې وژني، خلک مو ځوروي، کورونه اوعام المنفعه تأسيسات مو پرې ویجاړوي چي ښه مثال یې دکندز ولایت دالچین پله بمبارول دي چي دکابل ادارې په هغو څرخکو بمبار کړ کومي چي دهند حکومت ورکړي دي .
د کابل ادارې ته د داډول وژونکو توکو ور کړه زموږ د هیواد له خلکو سره د دوستۍ په معنی نه؛ بلکې د افغان ولس په ضد له یو جنایت کار او پردي پال بانډ سره همکاري او زموږ له ولس سره ښکاره دښمني ده او اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي، د هند هیواد دا ډول کړنې به د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د بې باورۍ، عدم اعتماد او د اړیکو د لا زیاتې خرابۍ سبب شي.
موږ د هند په حکومت غږ کوو چي افغانستان ته دي د وژلو او ورانولو اسباب نه را لیږي او نه دي په خپلو پوځي مرستو سره د فاسد حکومت د دوامداره کولو هڅې کوي.
که هرڅوک د اشغال په حالت کې په نظامي برخو کې د کابل مزدورې ادارې د پښو ټینګولو هڅه کوي، دا بې له دې چې له افغانانو سره د دښمني معنی ولري، بل تعبیر يې نشی کیدای او په افغانستان کې به د ټول ولس کرکه راپاروي .
د اسلامي امارت ویندوی ذبیح الله مجاهد
۱۴۳۷/۱۲/۲هـ ق
۱۳۹۵/۶/۱۴هـ ش ــ 2016/9/4م


















