کابل ټکی کام ۱۴وږي/۱۳۹۵، لیکوال: د خړې حجرې خړ طالب
موږ او تاسو باید اول خپل ځان ته متوجه شو د ځان ګټه په نظر کې ونیسو، که څه هم دا متل خلک د دنیوي ګټو لپاره استعمالوي، خو که د دیني ګټو لپاره استعمال شي نو د متل حق به مو ور پر ځای کړی وي.
انسان باید همېشه د اولی فا لاولی، افضل فا لافضل په پلټنه کې وي، یعنې کوم شی اولویت او بهتري لري چې سړی یې ړومبی باید د سرته رسولو کوښښ وکړي، اول نوبت ورکړي. ډېر داسې کسان شته بل ته گړابي ځان ترې پاتې وي او په خپلو کړنو کې ځان ته نوي متوجه!!
دا فیسبوک والا! دا اسلام پاله! چې دوی یې مبارزین بولي.
اخــــوانیانـو بـه هـم ځانو ته مبــارزین ویل ـ
زما له دې نامه د حزبیانو او اخوانیانو په وجه بد کیږي، ځکه د دوی مبارزې الهي رنگ نه درلود، نه یې لري، او نه به یې ولري. د طالبانو تحریک چې کله راغی اول جنگ او مقابله همدې مبارزینو “حزبیانو او اخوانیانو” ورسره شروع کړه، له سپین بولدکه بیا تر سپیني شګې ډېر په اخلاص حکمتیار نوبت تېر کړ، آن تر غزني پورې د قلم، چمن، پنسل، زرداد په بدرګه ولاړ او د جنګ قومانده یې په غاړه درلوده. چې کله خبره د کابل دروازو ته ورسېده په کابل کې د بېچاره ارګ پر سر یو له بل سره وران، اسلام پاله مبارزین: د اخوانیت چیچوڼو لکه شورای نظار، مسعود، رباني، د دوی د ستر پاپ سیاف په اخواني فتوی، هم د طالب او اسلام مقابلې ته ډېر په اخلاص را و دانګل.
طالبان چې کله د کابل دروازو ته ورسېدل، د جنګ د شروع کېدو مخکې د سیاف خېلو په مشوره مسعود میدان ښار ته د مذاکراتو لپاره ورغی، د طالبانو د اول خط له مشرانو ملابورجان او ملا مشر سره یې وکتل او پخه ژمنه یې ورسره وکړه، چې زه په کابل کې ستاسو عسکر یم. کابل ته چې کله ورسېد، د دوی تر منځ د مشورې مجلس را وبلل شو او د طالبانو سره د کړنلارې په هکله نظرونه اخیستل کېدل، ډېر داسې نظرونه وو چې د طالب سره جنګ باید ونشي، ځکه افغاني جامعه طالب او ملا خپل روحاني مشران بولي، پخپله مسعود هم جنګ ته ډېر میلان نښودل، حاجي دوران چې هغه وخت د رباني په حکومت کې د داخله چارو د وزارت معاون وو، خپل نظر داسې وویل: ښه به داوي چې د طالبانو سره د خبرو له لارې مشکل حل شي کمونستان “پخواني خلقیان او پرچمیان” به په ګډه تصفیه کړو او سوچه اسلامي نظام به برقرار کړو مسعود هم د حاجي دوران خبره تائید کړه او داسي یې وویل : من هم ګف حاجي صاحبه تائبد میکنم.
سیاف چې کله د مجلس جاج واخیست، په دې پوه شو چې خبره خرابیږي، فوراً یې مسعود ته اخواني فتوی واوروله او ورته ویې ویل: زه من حیث یو دینې عالم دا فتوی درکوم، چې د طالبانو مرګ داسې روا دی لکه د لېونې سپي او ستاسو د مړیو داسې درجه ده لکه د بدر د شهیدانو.
ګرانو لوستونکیو! دغه یو ځای مو له ذهنه مه باسی چې:
سیاف کټر اخوانی وو!!!
د دې فتوی په اورېدو یاسر صاحب چې د سیاف د تنظیم معتبر غړی وو، سیاف ته داسې وویل: استاذه! تاخو به موږ ته داسې ویل چې که هر څوک په افغانستان کې اسلامي نظام راولي، نه یوازې دا چې زه به خپله وسله ورته ږدم، بلکې د هغوی عسکر به وم، استاذه اوس څه نادرې وایې؟ اخواني مفتي سیاف په ځواب کې داسې ورته وایي: یاسر صاب! اخوانیت له منځه ځي.
یاسر صاحب ورته وویل: استاذه اخوانیت که عبارت له اسلام څخه وي، طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې پوره راوستلی او تاسو تر اوسه رانوستو او که چیرې اخوانیت له اسلام څخه غیر بل شی وي، بیا نو زه له دې اخوانیت څخه بېزار یم، یاسر صاب په همدې ځای له سیاف سره خدای پاماني وکړه او طالبانو ته ولاړ.
هغه وو، چې د سیاف په فتوی جنګ شروع شو، ډېر معصوم طالبان شهیدان شول او داسلامي نظام مخه یې یو څه وخت ډب کړه، خیر طالبانو کابل ونیوو، دوی یې وشړل او اسلامي نظام یې قایم کړ، خو اخوانیان تر اخرې سلګۍ ورسره وجنګېدل، اخر په دې پوه شول چې له طالب سره مقابله نه کیږي، نو خپل لوی بادار امریکه یې را وننګوله چې اوس یې هم په چوپړ کې ولاړ او د ډیموکراسي اسلام په آخور شخوند وهي. امریکا چې کله د اسلامي نظام په ضد بمبار شروع کړ، اخواني رباني د بش له وړو بمونو څخه سر ټکول ډېر ورسره پرېشانه وو، ډېر ذهن یې ورسره بند وو، هر سهار به د امریکې د خیالي سفارت مخې ته دوسیه په لاس ولاړ وو، چې زموږ کار مو څنګه کړ او له بش څخه به یې د غټو بمونو غوښتنه کوله، لوی لوی بمونه را وغورځوي چې طالب زر ختم شي. د دوی له اخوانیت څخه ړوند هم انکار نشي کولای، همدې اخوانیانو د امریکې د پلیو عسکرو په صفت د اسلامي نظام په ړنگېدو کې څومره کار وکړ؟ او د اسلام سره یې څومره جفا وکړه؟ دا د حسن البنا او سیدقطب اصلي بچیان!! که چېرې په مصر کې د طالبانو تحریک راغلی وای، نو تاسو څه فکر کوی، چې د حسن البنا او سیدقطب مصري بچیانو به یې داسې مقابله نه وای کړې، لکه د حسن البنا او سیدقطب افغاني بچیانو چی دلته ورسره وکړه؟ په خدای قسم چې ضرور به یې ورسره کړې وای!!
خبره له خبرې پیدا کیږي، زه خوم عجیبه سړی یم، دامې دا د مبارز تر نامه پورې خبره دومره اوږده کړه له دې نامه سره لږ احتیاط کوی دا نوم په افغانستان کې ښه سابقه نه لري.
زما خبره د فیسبوک مبارزینو ته متوجه ده، چې لیکنې کوي، په لیکنو کې خپل رنگی باید ولري، خود پالي باید ولري، د الفاظو جوړښت، د پښتو خود ساخته نوي لغات، او د پښتو یې گانو ته سخت ډېر متوجه وي، چې کومه یوه یې لکۍ غواړي او کومه یې نه غواړي، دوی باید د حقیقت انځورولو اولویت او افضلیت ته ډېر متوجه شي، یوازې لیکنه، د لیکنې ادبي اړخ، لغات جوړول او پالل، زرین والي ښوی والي ته دومره توجه باید ونشي چې په لیکنو کې خود رنگي، حق پالي، اسلام پالي ترې پاتې شي. کاشکې دغه مبارزین پنځه ګانه لمنځونو ته چې په جُماعت اداء کړل شي، هم دومره متوجه شي، لکه په لیکنه کې چې د پښتو یې گانو ته څومره متوجه وي.
زما خبره که راسره منی، د یې ګانو له لکیو سره ډېر کار مه لرئ، ځان ترې وساتئ.
دا زموږ او ستاسو د پخواني امارت متوکل که پېژنی، د همدې یې گانو له خاطره له ملایي څخه و ووت او په ځان یې بل رنګ پورې کړ دا خپل ساده د ملا رنګ به یې نه وو خوښ خود!! ده ته به کېدای شي خراب ښکاره شوی وي، آن تردې پورې چې حبیب الله “رفیع” یې د یې گانو لپاره خپل یون ته راووست، چې یو افغان ملت شخص دی او چندان خپلې مسلمانۍ ته ژمن هم نه دی.
یادونه: کابل ټکي کام کې خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د لیکوال خپل نظر دی، د ادارې نظر ورسره شرط نه دی.

















