(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۵) زرغون خوږیاڼی
چين د متحده ايالاتو د ولس مشر بارک اوباما هرکلی په داسې توګه وکړ، چې سپکاوي ته ورته بلل شوی.
کله چې په چين کې د شلو هيوادونو په سرمشريزه غونډه د (جي شل) کې د ګډون کولو لپاره د ولسمشر اوباما الوتکه د چين په هانګ جو ښار کې ښکته شوه، اوباما مجبوره شو له الوتکې څخه د ښکته کيدو لپاره د رسمي دروازې پرځای د الوتکې په وروستی برخه کې بيړنی زينه وکاروي ، دا ځکه چې چينايې چارواکو له الوتکې څخه په عادي توګه د وتلو رسمي زينه نه وه حاضره کړې .
چینايي مقاماتو وویل، چین سمه زینه ورته تیاره کړې وه؛ خو امریکايي اړخ پدې رد کړه چې وایي موټروان په انګلیسي ژبه نه پوهیږي او دوی نشي کولې چې د هغه سره امنیتي مسایل مطرح کړي.
همدغه راز امريکايې ولسمشر رسمي ښه راغلاست هم ونه ويل شو او نه يې د تيريدو لپاره په زمکه سرې قالينې غوړول شوې وې لکه څرنګه يې د ولسمشرانو د استقبالولو پروتوکول غوښتنه کوي .
کله چې اوباما له ميدان هوايې څخه لار وهله د چينايې او امريکايې ديپلوماتانو ترمنځ د لفظي شخړو ږغونه پورته شول، په دې وخت کې يوه چينايې چارواکي وويل: دا زموږ ښار دی او دا زموږ هوايې ډګر دی او موږ پکې واکداران يو(دا امریکه نه ده) .
ماښام ناوخته چې کله د اقلیم د بدلون په اړه د چین او متحده ایالاتو د ګډو مراسمو خبر ورکړل شو، او په دوه اړخیزه مختلفو مسایلو تر درې نیم ساعته پورې اوږدې خبرې وشوې، یوځل بیا جنجال پورته شو.
جنجال په دې و، چې څومره خبریالان باید د شپې ناوخته د جمهور رېیس اوباما او جمهور رېیس شي جنګپنګ په لیدنه کې موجود وي. چینایي مقامات په ډيره بیړه د امریکایي خبریالانو شمیر د ۶ نه ۳ او وروسته ۱ تن ته اجازه ورکړه.
چینايي مقاماتو د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي څانګې ته يي وویل، چې دا زموږ ترتیب شوی کار دی. خو تر لږو خبرو وروسته چینایي اړخ د سپینې ماڼۍ اړوند ۲ امریکایي خبریالانو ته اجازه ورکړه.
ډيری شنونکي په دې نظر دي چې د چينايې چارواکو له لوري د اوباما سپکاوی قصدي او سنجول شوی عمل و ، ځکه چې پيکنګ د نړی د ګڼ شمير هيوادونو مشرانو ته د استقبال د رسمي مراسمو له غوښتنې سره سم ښه راغلاست ووايه، د ګڼ شمير مشرانو لپاره سرې قالينې غوړول شوې وې، چې د روس ولسمشر پوتين، د جنوبي کوريا ولسمشره پارک ګيون هي، دبرازيل نوی ولسمشر ميچيل تيمير، د هند لومړی وزير نريندار مودي، د ترکیې ولسمشر اردوغان او د برتانيې لومړی وزيره ټريزا مې ديادولو وړ دي .
بريتانوي ورځپاڼې ګارډين په پيکنګ کې د مکسيکو پخواني سفير له قوله ليکلي چې: اوباما ته د چين له سپکاوي ډک هرکلی يو سنجول شوی او پلان شوی عمل دي .
هغه زياته کړه چې دغه ډول کارونه په تيروتنه نه ترسره کيږي، په ځانګړې توګه دچينايانو له لوري ، ددې ترشا ډير څه شتون لري .
هغه وويل دا هرکلی د چين د نوي غرور په ضمن کې راځي او د چين د قومي غږ د راپورته کيدا يوه برخه ده .
د ملي امنيت سلاکارې سوزان رایس ټينګار کوي، چې د ولسمشر اوباما له رسيدلو وروسته د چينايې چارواکو د تعامل له ليدلو سره يې ټکان وخوړ، هغې وويل: چينايانو هغه کار وکړ چې توقع يې نه کيدله .
چینایي مقاماتو وروسته کوشش وکړ، چې د جمهور رېیس اوباما موټر ته د تلو په وخت کې د ملي امنیت د سلاکارې سوزان رایس مخنوی هم وکړي، خو سمدستي د امریکا استخباتي مامورینو مداخله وکړه او یو بحث وشو.
ديادونې وړ ده چې په افغانستان کې د افغانانو له ګذارونو خوړلو وروسته اوس د امريکا هغه حيثيت نه دی پاتې، چې پخوا يې درلود او همدغه راز يې په نړی کې خپل سياسي واک له لاسه ورکړی او په ډيرو مواردو کې د نړۍ ځينې چارواکي د امريکا په سترګو کې سترګې اچوي.


















