نن په کابل کې د سولې په اړه د پګواش غونډه کیږي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۵) زرغون خوږیاڼی

د “پګواش”  په نوم يوه کاناډايي موسسه، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د شخړو او جګړو د هواري په موخه غونډې او کنفرانسونه جوړوي، نن دوشنبه د افغانستان د سولې په اړه په کابل کې هم یوه غونډه جوړوي.

یادې موسسې له تېرو  څو کلونو راهيسې د افغانستان د جګړې په اړه په قطر، فرانسه او متحده عربي اماراتو کې غونډې جوړې کړې دي، شپږ مياشتې مخکې پګواش د لومړي ځل لپاره په کابل کې دفتر پرانیستلو.

د “پګواش”  له خوا د افغانستان په اړه وروستۍ غونډه څو مياشتې مخکې په قطر کې جوړه شوې وه چې په کې د طالبانو د سياسي دفتر د استازو په ګډون له کابل څخه هم شاوخوا ٤٠ کسانو برخه اخيستې وه، په یاده غونډه کې ځینو حکومتي چارواکو د طالبانو په ریښتینولۍ اقرار کړی و.

د پګواش مشر پاولو کوټا راموسينو (Paolo Cotta-Ramusino)  له څه مودې راهيسې په کابل کې او د دې غونډې په اړه يې له بېلابېلو سياسي مشرانو، د مدني ټولنې له غړو او نورو سره ليدلي دي.

ویل کیږي، چې د پګواش په نننۍ غونډه کې به د ١٥٠ کسانو په شاوخوا کې ګډون وکړي، دې غونډې ته  حکومتي چارواکي او مخالف لوری (طالبان) هم نه دي وربلل شوي.

په غونډه کې به د بېلابېلو سياسي ډلو، مدني ټولنې، قومي مشرانو او مخورو د سولې په اړه  نظرونه اخيستل کېږي.

په رسینو کې ویل شوي، چې په کابل کې مېشتو ځينو پخوانيو طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

پګواش تر اوسه د افغانستان د جنګي قضیې د حل په اړه څو غونډې ترسره کړي دي، چې بې له کومې نتیجې پای ته رسیدلي دي، سیاسي شنونکي وايي، چې پګواش همیشه امریکايي طرحې وړاندې کوي، چې په دې سره د غونډو پایلې بې نتیجې وي.

ددوی په وینا باید د افغانستان د قضیې په اړه افغانان په خپله طرحې وړاندې کړي او که داسې ونه شي د یادې غونډې نتیجه به بې پایلې وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button