د جګړې له امله د ننګرهار بریښنا قطع شوې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۵) زرغون خوږیاڼی

تیره ورځ د لغمان په بادپښ کې د حکومت او وسله والو طالبانو په نښتو کې د نغلو د بریښنا هغه مزي پرې شوي دي، چې  ننګرهار ولایت ته یې بريښنا لیږدوله.

د ننګرهار د بریښنا رئيس وحیدالله پوپلزی وايي، بریښنايي کارکوونکي غواړي چې پرې شوي مزي وصل کړي؛ وسله وال اجازه نه ورکوي.

دده په وینا د سیمې سپین ګیري اومشران یې وسله والو ته جرګه لیږلي دي، تر څو بریښنايي کارکوونکو ته اجازه ورکړي.

همدارنګه د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وايي، چې د بادپښ ولسوالۍ د برې کلا په سیمه کې د امنیتي ځواکونو اوطالبانو تر منځ جګړه کې د بریښنا مزي دوه ځایه پرې شوي دي، چې دده په وینا د سیمې د مشرانو په منځګړيتوب یې هڅې پيل کړي دي او نن به د بریښنا پرې شوي مزي وتړل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button