د غزني ولایتي شورا: د ګیرو په ولسوالۍ جګړه روانه ده، ۴ پوستې طالبانو نیولي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۵) زرغون خوږیاڼی

دغزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د غزني د ولایتي شورا یو شمیر غړي وایي، نن سهار راهیسې د ګیرو په ولسوالۍ جګړه سخته شوې ده، ۴ مهمې امنیتي پوستې طالبانو نیولي دي.

ددوي په وینا که په وخت دغې ولسوالۍ ته تازه دمي عسکر وانه ستول شي، ولسوالۍ به د طالبانو لاسته ولویږي. دوی وايي چې طالبانو د ګیرو د ولسوالۍ د جګړې لپاره د زابل او پکتیکا ولایتونو څخه هم وسله وال استولي دي.

د غزني د ولایتي شورا یو غړي عبدالجامع امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې شاوخوا پنځه سوه وسله والو طالبانو تیره شپه د ګیرو په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه پیل کړي دي.

ښاغلي جامع وویل” د ګیرو په ولسوالۍ کې تراوسه طالبانو ۴ مهمې پوستې نیولي دي، که چیرې دغې ولسوالۍ ته ځانګړي ځواکونه وانه ستول شي نو دا ولسوالۍ به سقوط وکړي “.

د غزني د اندړو ولسوالۍ سیمه ایز چارواکي وایي،وسله والو طالبانو نن سهار د ګیرو په ولسوالۍ باندې د خپلو عملیاتو لپاره د کابل – کندهار او غزني- پکتیکا لارې بندې کړي دي.

د غزني د ولایت د اندړو ولسوال قاسم دیسوال ویلي، چې طالبانو غوښتل د لارې په بندولو سره په اندړو ولسوالۍ کې افغان ځواکونه مصروف وساتي او په دې توګه د ګیرو په ولسوالۍ خپل فشار لا زیات کړي.

 قاسم دیسوال وايي، چې اوس لاره بیرته پرانیستل شوې ده.

د غزني ولایت د امنیت امر سمونوال اسدالله شجاعي په ګیرو ولسوالۍ دطالبانو جګړه تائيدوي؛ خو دی وايي، چې ولسوالۍ تر اوسه د حکومتي ځواکونو په لاس کې ده.

د غزني ولایت د امنیت امر سمونوال اسدالله شجاعي امریکا غږ ته وویل چې په ګیرو ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده او تراوسه لا هم دا ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

هغه په دې هکله له نورو څرګندونو ډډه وکړه.

تراوسه د ګیروپه ولسوالۍ کې په روانو جګړو کې دواړو خواو ته د پیښې شوې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته او طالبانو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button