کابل: شهرنو کې پر بهرني میلمستون د برید له امله ۳ تنه وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۶) زرغون خوږیاڼی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې تېره شپه ۱۱ بجو شاوخوا کې د کابل په شهرنو سیمه کې د پاملرنې په نوم پر یوې بهرنۍ موسسې ډله اییز برید وشو، د لومړنیو معلوماتو له مخې تر اوسه ۳ تنه په کې وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، چې لومړی د موسسې دروازې سره یو سرتیری برید وشو، وروسته نور بریدګر د یادې موسسې ودانۍ ته ننوتل، چې تر اوسه له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
د پاملرنې په نوم په یاده موسسه کې د بهرنیانو یو میلمستون و، چې ویل کیږي د برید کوونکو هدف ګرځیدلی دی.
په سیمه کې عیني شاهدان نن سهار رسنیو ته ویلي دي، چې د شپې په ۱۱ بجو د ۳ لویو چاودونو غږونه واوریدل شول، تر اوسه پورې د سپکو او درندو وسلو د ډزو غږونه اوریدل کیږي، اوس سهار مهال د څلورمې چاودنې غږ هم واوریدل شو، امنیتي ځواکونه تر اوسه له برید کوونکو سره په نښته کې ښکیل دي.
په سیمه کې امنیتي ځواکونه وايي، چې په چاودنو کې تر اوسه ۳ تنه وژل شوي دي؛ خو دوی نه دي ویلي چې وژل شوي څوک دي.
تر دې مهاله د دې برید پړه چا نه ده منلې.



