عاکف مهاجر
اختر ته یې دوه جوړه جامې وکړلې، کورته تقریبا دوه میاشتې نه وو تللی، وړوکي ځوی به یې تل یادولو. تیره ورځ یې مورجانې سره خبرې کړې وی ډیر خوشحاله و، هغې ته یې هم ویلي وو، چې اختر ته کورته درځم هغې به یې هم ضرور لارې څارلې وي د ځوی د ورتګ شپې یې شمارلې، ناوې به یې هم لارې ته دوه سترګې څلور کړې وي.
ممکن ماشوم ځوی به یې هم په همدې کرارولو غلی شه اغا به دې راشي تاته به جامې راوړي هغه او دغه شیان به یې ورته کتار کړل، چې پلار به دې اخترته درته نوې جامې راوړي.
نن یې نو ټوله ورځ د دروازې له خلاصیدو سره سترګې د دروازې په لور اوښتلې، هره ګړۍ به یې امید و، چې وس به په دروازه راننوځي؛ خو ماښام شو اکرم ښکاره نه شو، مور یې د اینګور په خاطر غږ نه کولو؛ خو شیبه په شیبه یې سودا او فکر زیاتیدلو اخر یې اینګور ته ورغږ کړلو، وا جلکۍ اکرم زنګ نه و وهلی؟ هغې زر ورغبرګه کړه ادې مازدیګر یې زنګ وکړلو ویل یې دا دی د کلي موټر کې دروختلم او لس پنځلس منټه وروسته در رسیږم؛ خو داده دوه ساعته تیر شول د اکرم درک نه معلومیږي خدای دې خیر کړي.
مور یې بهر دروازې ته لاړه د ګاونډي ځوی له ماښام لمونځ کور ته راغللو هغه نه یې تپوس وکړو، اکرم مازدیګر ویل د کلي موټر کې درسپور شوم خو تر اوسه یې حال نه دی معلوم چې څه شو، چاڅه نه ویل د جومات ترمخ څه پیښه خو به نه وي؟ هغه لږ چوپ شو وروسته یې ویل نه خاله رابه شي فکر مه کوه هیڅ کیسه هم نشته خدای ج به خیر کړي؛ خو د اکرم مور وارخطا وه ماخوستن ناوخته شو د اکرم حال نه وو معلوم.
پلار یې حمید ته زنګ وکړو حمیده ته چې مازدیګر راغلې اکرم دې ونه لیدلو؟هغه ورته ویل نه کاکا زه خو چې راتلم نه وو راغلی، ښه ته موټر راوله چې لاړشو ویې ګورو! حمید خبره ورغبرګه کړه کاکا نو په دا شپه کې به چیرته لاړشو!
هغه ورته ویل خیر ته راشه لږ به وګرځو دوی په همدې خبرو کې وو، چې ګوري د کلي یو ځوان هلک د اکرم دوی د کور په لور راروان و، د اکرم د پلار سترګې چې پرې ولګیدلې نور هم وارخطاشو.
ـ هلکه څه کیسه ده زر وایه اکرم چیرته وو؟
خو زلمکي هلک ویل کاکا خیر ملک صیب به راسره بوځو هغه د کلي د لارې پوسته کې یې له موټر ښکته کړی دی شک یې پرې کړی نوره څه کیسه نشته.
د اکرم پلار ټکان وخوړ، حمید او ځوان هلک د ملک د کور په لور روان شول ملک یې له ځان سره کړلو او د پولیسو پوستې ته ورغلل .
السلام علیکم قومندان صیب.
ـ وعلیکم السلام ملک صیب څنګه راغلې؟
هغه زمونږ د کلي د اکرم په نوم مو یو هلک له موټر ښکته کړی و، هغه له مزدورۍ نه کورته راتللو دا دوه میاشتې نه وو راغلی.
ـ قومندان: کوم هغه طالب یادوې؟
ملک: نه هغه طالب نه دی خوارکی مزدور سړی دی.
ـ قومندان: نو چې طالب نه دی نو دا ګیره یې څنګه پریښې ده، طالب دی ملک صیب او ته تل د طالبانو سپارش کوې ماته د طالبانو سپارش کې مه راځه!
ـ ملک:نه خیر قومندان صیب چیرته دی یوځل به اکرم ووینو.
ـ قومندان: درځه هغه کوټه کې دی، هغه خپله اقرار کوي چې زه طالب یم.
د اقرار له اوریدو سره د اکرم پلار او ملک وارخطا شول، خو خیر روان شول د کوټې په لور چې ګوري د اکرم جامې په وینو لړلي او اکرم په زور طالب شوی دی!
تر شل زرو افغانیو ورکولو وروسته اکرم خوشې کړل شو، اکرم دوه میاشتو کې همدا شل زره ګټلې وې چې قومندان صیب جیب ته کړلې اکرم په وینو سور خالي لاس کورته رهي شو.


















