د دفاع پاکستان کونسل مشران: پاکستان د افغانستان د خلکو د قربانیو ستاینه او قدرداني کوي(مونږ یې پوروړي یو)

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۶) زرغون خوږیاڼی

نن په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو د ۳۰ کسیزې کمیټې مشرانو د افغان مهاجرینو د مشکلاتو د حل په اړه د دفاع پاکستان د کونسل مشرانو سره لیدنه وکړه.

د کمیټې په مشرانو کې هاشمي، حاجي شرافت او ځینې نور مشران موجود وو.

ددفاع پاکستان کونسل د مختلفو اسلامي تنظیمونو نه جوړ دی، چې مشري يې د جماعت علماء اسلام س مشر مولانا سمیع الحق کوي.

په لیدنه کې د کونسل مشر مولانا سمیع الحق، سردار عتیق د ازاد جم کشمیر پخوانی صدر لیاقت بلوچ، مولانا سراج الحق او یو شمیر نور مشران هم حاضر و.

د افغان مهاجرینو د کمیټې مشرانو ورته د افغان کډوالو د ستونزو په اړه یادونه وکړه، چې د کونسل مشرانو د ستونزو د حل و فصل کولو وعده ورکړه.

د کونسل مشر مولانا سمیع الحق د افغانستان د خلکو د قربانیو ډیره ستاینه وکړه، ده وویل چې د پاکستان خلک د افغانانو د قربانیو ستاینه او قدرداني کوي، نوموړي دا هم وویل چې پاکستان د افغانانو د قربانیو پوروړی دی، دوی به یې هیڅ وخت هیرې نه کړي، مونږ د افغانانو مننه اوقدرداني کوو.

د جماعت اسلامی مشر مولانا سراج الحق زیاته کړه، چې په عامه توګه ټول اسلامي امت او په خاصه توګه د پاکستان ولس د افغنستان د خلکو قربانیو ته د قدر په سترګه ګوري، ده وویل، د پاکستان ولس او ټوله اسلامي نړۍ د افغانانو د قربانیو پوروړي دي.

په پای کې د کونسل ټولو مشرانو د مهاجرینو استازیو ته د هر قسم مشکلاتو د حل کولو وعده ورکړه، په دې اړه مولانا سمیع الحق وویل: مونږ د افغان مهاجرینو د هر قسم مشکلاتو د حل په اړه انتهايي او جدي کوشش کوو، دوی زمونږ د اسلامي اخوت له مخې ورونه دي او مونږ ورته د قدر په نظر ګورو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button