اختره! / درمل

اختره!
خوشحالۍ درسره راوړه
د نغمو په سر او تال کې
د وصال خوږه ټپه شه
په شپېلۍ د چا د حال کې
په زخمي شونډو مسکا شه
مسافر اختره! راشـــــــه
زموږ کلی وران ویجاړ دی
زموږ کلی سور پرهر دی
په زړګـي دی لګــېدلـــی
نړېدلــی یــې ګـــودر دی
لـه پـردیــــــــو الــوتکــو
بم پرېوتی یې پر سر دی
په زخمي غېږ کې شهید یې
یو ګلاب دی یو صدبر دی
کټ کټ وخانده مسکا شه
مسافـــر أختــره! راشـــــه
د خــندا قاصــده راشـــه
خوشحالۍ درسره راوړه
د خوښۍ په براق راشه
آزادۍ درســــره راوړه
له سکونه رومال راوړه
اسانــــۍ درســـره راوړه
زخمي زړه ته درمل راوړه
او پټــــۍ درســــره راوړه
یتـیـمــانو تـه بــابــا شــــه
مســافــر أخــتره! راشـــه
تــه د امـــن او د مـینــې
د رڼــا سنــــدرې وایـــه
په نـازونـو په فخــرونـو
پــه أدا سنـــدرې وایـــه
مست بلبل شه را روان شه
پــه هــوا سنـدرې وایـــه
د خوښیو ښکلی زنګ شه
راتــه بیــا سنـــدرې وایـه
د پسرلـي خوږه هـوا شــه
مسافـــر أخـــتره! راشـــه
ماشومانو ته کـتاب شـــه
او زلـمیو ته الــفت شــه
د مـنصور یتیم ولـس ته
د رڼـا ماشوم جــنت شـه
د مـظلـوم افـغــان لپــاره
د ښکلا لوی امانت شــه
د نرګس إمام تصویر شه
د ګـلــونـو إمــامــت شــه
د لمر څرک دلمر ښکلا شه
مســافر أخــتره! راشــه
ها د أمن ورور ته وایه
زمـوږ کلي ته إمام شـه
د ساقي د لاس هبة شـه
د ساقي له لاسه جام شه
راشه راشه راشه راشه
له کوترو نه د بام شــه
د مسرور په زړګي وا شه
د وږمو رنګین پیغام شه
د خــوښـیــو تمنــا شــه
مســافــر اخــتره! راشه
درمل



