(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۸) الماس خدرخېل
تېره ورځ د افغانسان او ايران تر منځ د اور ګاډي د پټلۍ کار پيل شو.
د هرات والي محمد اصف رحيمي تېره ورځ د ايران او افغانستان تر منځ د پټلۍ د کار پيل کېدو پرانسته وکړه.
د يادې ريل پټلۍ کار د ايران په خاوره کې ۹۰ سلنه بشپړ شوی او د افغانستان په هرات ولايت کې پرون چهارشنبه کار پیل شو.
نوموړې ريل پټلۍ په پروژه باندې ايران ۲۰۰ ميلونه ډالر لګښت کوي، چې د هرات له غوريانه زنده جان ولسوالۍ څخه او بيا د هرات هوايي ډګر ته رسېږي، چې ټول اوږدوالی يې ۶۰ کيلو متره دی.
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د ريل د دغې پټلۍ غځېدل به د ايران او افغانستان ترمنځ په اقتصادي اړيکو مثبت اغېز ولري.
محمد مهدي روحاني رسنيو ته ويلي دي، د ريل دا پټلۍ به د ايران د خواف او هرات ولايت ترمنځ وغځيږي چې دوه برخې د ايران او د ۱۳۰ کيلومترو په شاوخوا کې د افغانستان خاوره کې تيريږي.
د يادونې وړ ده، چې د ايران خواف او هرات تر منځ د اورګاډي پټلۍ ۱۴۲ کيلو متره اوږدوالی لري.
اوسمهال په افغانستان کې یواځې ۷۹ کیلومتره ریل پټلۍ موجوده ده چې افغانستان له ازبکستان سره نښلوي.


















