بغلان: بمي چاودنې ۷ کسان وژلي او ۱۲ نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۹) الماس خدرخېل
چاودنه د مرکزي بغلان سيمه کې رامنځته شوې، ويل کېږي چې په پېښه کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان دي.
چارواکو ويلي دي، چې چاودېدنکي توکي په يوه بايسکل کې ځای پر ځای شوي وو.
د بغلان ولايت د پوليسو وياند احمد جاويد بشارت ويلي دي، چې بايسکل د سرک په غاړه ودرول شوی و او پکې چاودېدونکو توکو ته انفجار ورکړل شوی، چې له امله يې ۸ نفره وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي، هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې يو تن پوليس هم شامل دی.
پېښه داسې مهال شوي، چې د لوی اختر را رسېدو له امله د افغانستان په ډېری بازارونو کې له معموله ډېره ګڼه ګوڼه وي.
تر دې دمه د پېښې مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی.
بايد وويل شي، چې له دې مخکې د بغلان مرکز پلخمري ښار ته نژدې د بالا دوري او پوزه ایشان سیمو د طالبانو د برید په پایله کې د محلي پولیسو یوه پوسته د حکومت مخالفو وسله والو لاسته ولوېده، چې له امله یې د کندوز او بغلان تر منځ غېځېدلې لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.


