په حقایقو سترګې پټوَل ستونزې نه حل کوي

قاري خالد
طالبانو پرون په ارزګان حمله کړې او نږدې دی چې فتح یې کړي؛ دا چې طالبان به ترینکوټ ته سقوط ورکړي او که دلښګرګاه په څېر به کوم بل پلان ولري، نا معلومه ده اما یوه خبره جوَته ده چې طالبان کوم وړه دلګۍ یا ګوند ندی چې کابلي چارواکي به یې دناټو په مرسته زېر او یا ووېروي
دمګړۍ طالبان کولای سي دهیواد په هر ګوټ کې دمزدور نظام واک وننګوي، عسکر یې وځغلوي او ساحې یې له واکه وکاږي، نه یې امریکایان مخه ډب کولای سي، نه ناټو او نه د مزدور نظام ماده پال عساکر.
له دې وروسته دطالب پر ضد دپنجاب ـ پنجاب نعرې وهل، پنجاب ته له چوپړ وهلو او د افغانستان په روانه جګړه کې پاکستان ته له غوښنې ونډې ورکولو پرته بله معنا نلري.
څوک چې طالب دپنجاب مزدور بلي، دوه جرمه ترسره کوي؛ پنجاب ته نړېواله اتلولي بښي او د افغانانو شهامتونه په پنجاب پلوري
دتعجب وړ داده چې له رسنیو تمامه ورځ همدا نغارې غږېږي چې ګواکې طالبان غواړي دکوټې شورا هلمند یا اورزګان ته ولېږدوي، ځکه یې دجګړې زیات زور پر دغې خوا دی؛ دوی چې طالبان بلواک ګڼې څنګه کولای سي دکوټې شورا هلمند یا اورزګان ته ولېږدوي؟
دحکومت ویاند صدیق صدیقي نن بله بګتۍ رسنیو ته شغولې؛ صدیقي له بین الملله غوښتي چې طالبان دې ترهګره ډله ونوموي او پر وړاندې دې یې غوڅ غبرګون وښودل سي
حیرانتیا ده؛ دحکومت سرساندي دحکومت بلواکي او بې کیفایتي پر ګوتو کوي او بلواکه او بې کفایته نظامونه د ولسونو غوښتنې او هیلې نسې تمثېلولای
دکابلي چارواکو ټوله تکیا په درواغو او اتهاماتو ده؛ او همیشه هڅه کوي پر حقایقو سترګې پټې کړي او ولس ناخبره وساتي
رسنۍ دکابلي چارواکو وروستۍ پرده ده چې تل یې ورته غلطۍ توجیه کړي او دحکومت بېهوده حرکات او کردار یې رنګین کړی
بله لاره نسته؛ په زغرده منل دي چې طالبان سوچه ملي او اسلامي حرکت دی، د افغان ولس له نسه زېږېدلای او د افغانانو د ارمانونو دتحقق لپاره د اسلامي احکاماتو مطابق مبارزه کوي
که وطن کې امن دټولو هیله وي له طالبه دې ټول درواغجن اتهامات وغورځول سي، دطالب مبارزه دې ملي مبارزه وبلل سي او پرې لګېدلي بندیزونه دې لغوه سي
که په یوویشتمه پېړۍ کې پر حقایقو سترګې پټول نړیوال رواج نه وي، طالب ددې پېړۍ روڼ خپلواک ملي حرکت دی او نړیوال باید دا حقیقت ومني، افغانان پرېږدي چې خپل سرنوشت پر خپله انتخاب کړي، اتل ته اتلولي ورکړي او بوتل په بوتلانو وولي.



