سعودي حکومت د عثماني خلافت لرغونتیا په ځای وساتله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۹) زرغون خوږیاڼی

د رجب طیب اردوغان په همت د بیت الله شریف د بیا جوړولو ودانۍ کې د عثماني خلافت یاد تازه شو.

د عثماني خلافت په دوره کې د بیت الله شریف د جوړولو او ترمیم ځینې تاریخي او تلپاتې یادګارونه د سعودي حکومت لا هم  په ځای وساتل.

د عثمانیانو په دور کې د بیت الله شریف برنډه په ګومبدي شکل جوړه شوه، چې لاندې همواره ښکاریده خو د برنډې بام یې بیا په ګومبدي شکل سره جوړ شوی و.

عثماني خلافت د بیت الله شریف په ترمیم او بیا رغونه کې ځینې داسې نوښتونه کړي دي چې تر اوسه ژوندي پاتې دي، د برنډې ستنې ( پایې) له یوې مرمریزې تیږي نه رغول شوي دي او یوه ستنه یواځې د مرمرو یوه تیږه ده.

په ۲۰۱۲میلادي کال کې د سعودي ولسمشر عبدالله د بیت الله شریف د طواف د انګړ د پراختیا چارې پیل کړې، تر څو بیت الله شریف انګړ د یو زیات شمیر حاجیانو د طواف وړتیا پیدا کړي.

د پراختیا په صورت کې د حرم شریف چاپیره د عثماني خلافت یادګارونه او ګومبدي برنډې هم نړول کیدلې، د وخت سعودي حکومت یې د ړنګولو پریکړه وکړه.

په هغه وخت کې د ترکیې وزیر اعظم رجب طیب اردوغان و، نوموړي د سعودي حکومت په دې پریکړه سخت غبرګون ښکاره کړ او سمدستي یې سعودي ته سفر وکړ، رجب طیب اردوغان له سعودي ولسمشر عبدالله څخه په ملاقات کې وغوښتل چې د عثماني خلافت یادګارونه باید په ځای پاتې شي، ځکه چې دا د مسلمانانو د وروستي خلافت یاد تازه کوي.

هماغه و چې د اردوغان د هڅو په نتیجه کې د سعودي ولسمشر عبدالله له اردوغان سره وعده وکړه چې د بیت الله شریف د حرم چاپیره د عثماني خلافت ګومبدې او د برنډې مرمرینې پايې به نه ړنګوي،بلکې په خپل شکل سره به یې روغ رمټې د خپل اصلي ځای نه ۲۵ متره شاته ولګوي.

عبدالله وعده وکړه چې له پراختیايي کارونو وروسته به دغه دمرمرو ستنې(پايې ) او ګومبدي شکله برنډې بیا د عثماني خلافت د کار په ډول د حرم شریف په چاپیره ولګول شوې او نن یې هم دغه کار پای ته ورسید.

نن د سعودي پخواني ولسمشر وعده چې له اردوغان سره یې کړې وه پوره شوه او یادې ګومبدې په خپل اصلي شکله سره د حرم شریف چاپیره ځای پر ځای شوې.

د یادونې وړ ده چې دغه ګومبدي شکله برنډې ۵۰۰ کلن تاریخ لري او اوس د خپل اصلي ځای نه ۲۵ متره د بیت الله شریف نه لرې ورغول شوې،چې د هلالي شکل ته ورته دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button