یو قومندان څلور وسله وال!

عاکف مهاجر
له یوې جمعې راهیسې یې دمور دوایي خلاصه وه څه نه وو ورسره چې نوره یې راوړې وه بیګا یې تر نیمې شپې فکرونه وهل خوب یې نه وو کړی سهار لومړی د مور پوښتنې ته ورغلو سلام یې وکړو او اجازه او دعا یې واخیستل وروسته روان شو له نورو ملګرو سره یوځای شو دغره په لوري یې چټک چټک قدمونه اخیستل نن یې قصد کړی وو چې دومره لرګي راوړي چې په پلورلو یې د مور ددوایي پیسې برابرې کړي غره ته په رسیدو یې سمدستي په کار پیل وکړو تر غرمې ډیر چټک وو غرمه ستوماني پرې زور شوه لږ دمه یې وکړه خو بیا دمور ناروغي او د دوا نشتون ورته یاد شو سمدستي اوچت شولو ستړیایې نه احساسوله زر زر لګیا وو نورو ملګرو به یې بار بار ددمې ورته ویل خو هغه خپل کار باندې لګیاوو دچاخبر یې نه اوریدله ماسپښین یې اودس لمونځ غره کې وکړل او تر لمونځ وروسته یې بیا خپل کار شروع کړه دومره لرګي یې برابر کړل چې د راوړلو توان یې نه وو خو دمور دناروغی غم اخیستی وو په ټول توان یې کوشش وکړو او بار یې اوچت کړو راروان شولو دغره نه راکوز شوی نه وو چې هیلیکوپټر راورسیدل هغه فکر کولو چې زه خو نه طالب او نه بل کوم وظیفه دار په خپلو غمو او فکرو کې ډوب روان وو چې ناڅاپه پرې هیلیکوپټرو ناتاره ډزې پیل کړې دڅلور ملګرو سره یې یوځای هغه هم په وینو ولړلو او دتل لپاره یې مور ناروغه پریښودله خو ماښام بیا رسنیو ښه په درز سره راپور نشرولو دناټو ځواکونو هیلیکوپټرو نن دخوست ولایت په غرنی سیمه کې دحقاني وسلوالې ډلې یو قومندان له څلور وسلوالو سره وو وژلو



