د طالبانو مشر هبة الله اخوندزاده د لوی اخترمبارکۍ پيغام خپور کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۹) زرغون خوږیاڼی
د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخوندزاده د لوی اختر د مبارکۍ پیغام خپور کړی، نوموړي د افغانستان مسلمان ولس ته د اختر مبارکي ویلې او خپلو ملګرو ته یې د لوی اختر مبارکۍ تر څنګ د فتوحاتو مبارکي هم ورکړې ده.
د طالبانو مشر په پیغام کې په خپلو کسانو غږ کړی چې په نیول شوو سیمو کې امنیت اوعدالت، شرعي او عصري معارف پر ځای کړي، نوموړي ویلي چې د عام المنفعه کارونو، لارو، پلونو، روغتیايي چارو او د تجارت چارو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي اوکوم اشخاص چې تخریب کوي باید مخه یې ونیول شي.
هبة الله خوندزاده وايي چې زمونږ د جګړې هدف د الله په ځمکه د الله قانون نافذ کول،د سرحداتو ساتل، د هیوادوالو د سر، مال، غرت او ټولو حقوقو څخه دفاع ده.
د طالبانو مشر مولوي هبة الله د خپلو ملګرو ته د نیت د لله فی الله کولواو د تقوای توصیه کړې،په پیغام کې ویل شوي چې لخ ګبر، ظلم، او خیانت نه ځانونه وساتئ، ((په خپل منځ کې دامر بالمعروف او نهي عن المنکر فریضه نه پریږدي ،لمونځونه دي په جما عت سره کوي ،په بیت المال کې دي له خیانت نه ځانونه ساتي، دشهیدانواو بندیانودکورنیو او اولا دونو دې ښه کفالت کوي هیڅ کله دې له یاده نه با سي، دخپلوتللیومحبوبواو مهربانه مشرانو(مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهدرحمه الله اوشهیدامیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله) شرعي تګ لاره دي په خپل ټول قوت سره تعقیب کړي)).
نوموړي خپلو کسانو ته د خپلو صفونو د پاکوالي او تصفیې خبره کوي، چې بدکاره، بدنام، عیاش،دنیا پرست او بد اخلاقه کسان هغه چې له عامو خلکو سره بد چلند کوي په خپلو صفونوکې دي ځای نه ور کوي ترڅو د اولس د آزار سبب نه شي، همدارنګه ده خپلوکسانو ته توصیه کړې چې له علماء کرامو،روحانیونو، قومي متنفذینو او متدینو اهل نظر خلکو سره تعلق جوړ کړئ له هغوی مشورې وغواړي او له تجربو یي ګټه واخلئ.
هبة الله اخندازاده خپلو ملګرو ته امر کوي، چې د کابل له فاسدې ادارې څخه د راوتلو اسیرانو سره ښه چلند کوئ او باید د ټولو مسلمانانو سره ښه رویه او د ملکي تلفاتو د مخنیوي پوره خیال وساتئ.
نوموړي په پیغام کې ویلي: چې د اختر د پیغام له لارې په ټولو هغو افغانانو غږ کوم چې د بهرنیو اشغالګرو سره په نظامي او ملکي برخو کې کار کوي،چې دوی دي یوه شیبه په خپل موقف له سره غور وکړي،دوی باید پوه شي چې په افغانستان د امریکا او متحدینو برید د اسلامي امت په وړاندې د کفارو د نړیوالې جګړې یوه برخه ده چې عمده هدف یي د واقعي اسلامي نظام له منځه وړل، پرځای یې خپل تربیه شوي غلامان قدرت ته رسول او په دې اسلامي خاوره کې د خپلو اسلام ضد قوانینو، افکارو، عقائدو او رسومو خپرول او ترویج دی؛ نو دوی باید د خپل دې خطرناک موقعیت په باره کې چې د اشغالګرو د جنګي صف ملګري دي ژور فکر وکړي، له محاربو کفارو سره ددوی ملګرتیا له شک پرته د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له اوامرو څرګند مخالفت دی. الله تعالی فرمایي:فليحذر الذين يخالفون عن أمره أن تصيبهم فتنة أو يصيبهم عذاب أليم.
د طالبانو مشر په اسلامي ملکونو غږ کړی چې دامبارزه کومه نامشروع جګړه نه ده او په ناروا غرضونو بنا شوی، بلکې زمونږ په هیواد ناروا یرغل شوی دی، زمونږ په ولس یې د الوتکو په زور اسلام ضد، پردیپال او ګوډاګي نظام تپلی، نوموړی وايي چې اسلامي هیوادونه باید زمونږ ددغې برحقې مبارزې ملاتړ وکړي، یاد مشر وايي چې مونږ د ټولو جهتونو سره د اړیکو په خاطر د قطر دفتر ټاکلی دی، ټول جهتونه کولی شي چې ورسره پوښتنې او تشویشونه ورسره مطرح کړي.
په پای کې د طالبانو مشر د سوریې ولس په اړه وايي، چې ((د نړۍ په زیاتره برخو کې چي په مسلمانانو ډول ډول مظالم کیږي خصوصا په سوریه کې په یوه او بل نامه په عامو مسلمانانو بمونه اوري د ولس کورونه ، مساجد،روغتیايي او تعلیمي مرا کز یې له خاورو سره خاوري کیږي موږ دا ډول ظلمونه په کلکو ټکو غندو او په ټوله نړۍ کې دویښ ضمیر په خاوندانو غږ کوو چي دداډول مظالمو په مخنیوي کې دي اواز پورته کړي دا بې انصافي او بې پوښتني ظلمونه چي نن په مستضعفو اولسونو روان دي که یې مخه ونه نیول شي نو تاوان یې ټولو ته رسیږي ځکه له یوې خوا ظالم خپلو ظلمونو او دزور استعمال ته دوام ورکوي او له بلې خوا مظلوم دخپل مظلو میت نه د خلاصون او انتقام په موخه هري وسیلې او عمل ته لاس اوږ دوي چي په نتیجه کې دنړۍ امن نور هم ور سره خرا بیږي)).
هیبت الله اخوند زاده د هیواد له شتمنو غواړي چې د اختر په مبارکو شپور ورځو کې د شهیدانو کونۍ، بندیان، معیوبین، یتیمان او د حق د لارې مبارزه کوونکو سره مرستې وکړي.



