د لغمان کرکټ ټيم د دوه ورځنيو سياليو اتل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۰) الماس خدرخېل

دا لوبې د ننګرهار ولايت په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوې، چې پکې د هېواد په کچه ۸ لوبډلو برخه اخيستې وه.

دوه ورځنۍ وروستۍ سيالۍ ته د لغمان او پکتيا لوبډلو لاره پيدا کړې وه، چې د لغمان په ګټه پای ته ورسېده.

په وروستۍ لوبه کې پچه د لغمان لوبډلمشر وګټله او د پکتيا لوبډلې ته يې د توپوهنې چانس ورکړ.

د ټولو لوبغاړو په سوزېدلو سره پکتيا لوبډلې ۲۰۷ منډې وکړې، چې د لغمان لوبډلې ورته په ډېرې اسانۍ سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې.

په دوهمه ورځ بيا پکتيا د لغمان لوبډلې ته ۱۷۵ منډې هدف کېښود چې لغمان ياد هدف ترلاسه او سيالي د لغمان په ګټه پای ته ورسېدله.

د ټول ټورنمنټ غوره توپ وهونکی وحيدالله شفق شو، چې ۳۷۲ منډې يې جوړې کړې وې.

او د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جايزه فضل نيازي واخيسته، چې توپ وهنه او توپ اچونه کې ښه ځلېدلی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button