د قربانیو او بمباریو اختر

تبصره
د مخه به چې لوي اختر رانږدې کېده نو په کلي او ولس کې به د ښارونو او په ښارونو کې د کلیوالو سیمو څخه زیاته خوښي ورته ښودل کېده په دې هیله چې په کال کې یوځل ابراهیمي سنت اداکېږي.
ولسي وګړو به اکثر د ابراهیمي سنتو د ادا کولو پرمهال، چې د قربانۍ څاروي به چا حلالوه نو د هغه وینه به یی د تبرک لپاره له ځان سره ساتله همدارنګه به په ډول ډول دودونو سره د ابراهیمي سنتو درناوی کېده.
اوس چې په افغان ولس لوي اختر راتلونکی دی، یواځې دا نه چې د قربانیو اختر دی، بلکې په دې مظلوم ولس د بمباریو اختر هم دی ځکه چې د ابراهیمي سنتو تر اداء کولو د زیاتو وینو قرباني افغان ولس د خپلې فریضي (جهاد)په اداکولو سره ورکوي.
د مخه به د قربانۍ د پسه، غوایه یا بل کوم حلالېدونکي څاروي په وینو هغه ځای په وینو سور شو، چې حلاله به پکې وشوه اوس د بهرنیو هوایی ځواکونو په وحشي بمباریو سره د هېواد سمه او دښته دواړه سره شول، په دې اخترکې د ابراهیمي سنتو د اداء کولو زیاته قرباني د خپلو اسلامي فرائضو په پوره کولو سرونه قرباني کړل شول؛ ځکه خو ورته له یوې خوا د قربانیو او له بلې خوا د بمباریو اختر ویل کېږي.
افغان ولس له کلونو، کلونو راپدېخوا په لوي اخترکې سنت او فرض دواړه اداء کوي؛ څومره چې په نړیواله کچه د اسلامي نړۍ سره افغانان ابراهیمي سنت تازه کوي، ترهغې زیات ېې د خپلو فرضو په پوره کولو سره د جهاد سنګرونه تاوده وساتل او ساتي یې، په نوره اسلامي نړۍکې به یواځې لوي اختر د ابراهیمي سنتو د ژوندي کولو اختر وي، خو په افغان ولس د ابراهیمي سنتو په اداء کولو د قربانیو او د خپلې پاکې خاورې اوملي ارزښتونو په دفاع کې پرې د بمباریو اختر راغلو.
لکه څرنګه چې افغان ولس تېرو اخترونو ته خوښي ښکاره کړې ده، دا رنګه ېې دې اختر ته هم ښکاره کړه او تر نورو اخترونو خو د دې اختر که په ښکاره د جنازو، ویرونو، ساندو او غمونو اختر دی خو ورسره د معنوي خوښیو اختر هم دی، چې افغان ولس به د سرونو په قربانیو سره یواځې د ځان نه، بلکې د پخواني شوروي اتحاد ترسلطې د منځنۍ اسیا د محکومو ریاستونو په څېر ډېر هېوادونه د پردیو له جغرافیایی، ذهني او کلتوري استعماره خلاص کړي.
موږ د هغې ورځې په هیله یو، چې نه یواځې دا چې یوشمېر اسلامي هېوادونه به د افغان ولس د سرونو د قربانیو په برکت د جغرافیایي سلطې تر څنګ په ذهني توګه هم د پرديو له اشغاله وژغورل شي.
بیابه هغه وخت افغان ولس او ټوله اسلامي نړۍ د خپلې خپلواکۍ او ازادۍ د اخترونو مبارکي یوبل ته ورکوي وایي به دا د افغان اولس د ابراهیمي سنتو د اداء کولو ترڅنګ د فرضي جهاد د قربانیو له برکته چې په بمباریوکې ېې د سرونو قرباني ورکړله د کاملې خوشحالۍ اختردی د همغې ورځې د راتلو په هیله.



