د دښمن په تبلیغاتو خپل ابراهیمي سنت مه پرېږدئ!

کابل ټکی کام ۲۰وږي/۱۳۹۵، لیکنه: حنیف افغان
تېره ورځ اشنا او ځينو نورو وېب پاڼو د صحت د نړیوالې ادارې په حواله یو راپور خپور کړی وو، چې ګواکي په غوایانو ، پسونو او نورو مالونو کې وایرس دی او ځان ترې وساتئ!
د کفارو دغه دسیسه پر دې بناء ده، چې تر څو مسلمانان ابراهیمي لازمي سنت عملي نه کړي او دا لړۍ ټکنۍ کړي.
د دوی له دغه راپور څخه داسې ښکاري، چې ګواكي مونږ خو ستاسو له غمه مړه يو، خداى مه کړه د قربانۍ په وخت كې تاسو(مسلمانانو ) ته دغه امراض انتقال نشي، د افغانستان د روغتیا وزارت هم خپل مسئوليت اداء کړی او په راپور کې ويل شوي دي، چې په ياد وزارت کې د دغه مرض په لسګونه دوسيې درج شوي دي او دوولس کسان د ياد مرض له وجې له منځه هم تللي دي.
که تاسو رښتيا زموږ له غمه مړه وی، نو کومې ادارې خو به کله د امريكايانو د کوم هوايي بريد يوه دوسيه په کومه اداره يا کوم وزارت کې درج کړې واى، يا يې مسلمانان او نړیوال دې ته متوجه کړي واى چې امريكا يو ظالم قوت دی، هر هېواد ته چې دغه ظالم قوت ورشي، د نفاق، اختلافاتو، جنګ جګړو او بمباریو پرته بله تحفه نه وروړي!!!
دغه یوازینی دسیسه نه ده، چې کفار یې مسلمانانو ته جوړوي، بلکې د مسلمانانو په هر شرعي لازمي کار کې دوی داسې احتمالي نظرونه ورکوي، چې د مسلمه امت په زړونو کې شکوک ور پیدا کوي او بالاخره ځینې وهمي مسلمانان د دوی د دغه احتمالي نظرونو له کبله خپل شرعي لازمي کار ته شاه کوي.
خو زه ویاړم چې زمونږ په ټولنه کې داسې ويښ او بااحساسه ليکوالان شته، چې وخت په وخت مو د کفارو دسيسو ته متوجه کوي او د دوی دغه دسیسې د خپلو قلمونو په مټ خنثا کوي او زمونږ په ذهن کې پیدا شوي شکوک له منځه وړي.
په پای کې له ټولو غني مسلمانانو هیله کوم، تر څو د دښمن د دغې دسیسې له کبله خپل ابراهیمي سنت پرېنږدي او دا لړۍ همداسې جاري وساتي.
والسلام.


