امريکا او روسيې په سوريه کې د اوربند هوکړه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۰) الماس خدرخېل
امريکا او روسيې پر يوې طرحې موافقه کړې، چې په سوريه کې اوربند وکړي او همدرانګه د سوريې د شخړې د حل له پاره د يو سياسي حل لارې د لټولو پر سر موافقې ته رسېدلي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري پرون وويل، که د ټولو خواوو له لوريو اوربند ومنل شي نو په سوريه کې به شخړې ودرېږي.
هغه زياته کړه، چې روسيه او امريکا غواړي په سوريه کې يو له بل سره پوځي همکاري وکړي.
جان کيري وویل؛ موږ په دې باور یو،چې روسیه کولی شي د بشار الاسد پر رژیم فشار راولي، روانې شخړې ودریږي او اړوند اړخونه د سولې خبرو ته حاضر شي.
ويل کېږي، چې د دوشنبې له ماښام (د سپټمبر میاشتې ۱۲) څخه به دغه اوربند عملي شي.
د کېري په وینا واشنګټن او مسکو غواړي د اوربند له پیل څخه ۷ ورځې وروسته په هغه صورت کې چې واقعاً هم عملي شي، نظامي همکاري پيل کړي.
د دغو همکاریو هدف په سوریه کې د النصره جبهې، داعش یا«اسلامي دولت» ډلې او القاعدې شبکې پر وړاندی ګډه مبارزه ده.
شنونکي وايي، چې امريکا، روسيې او نړيوالې ټولنې سره هېڅکله د کمزورو ولسونو غم نه شته او نه يې هم په مرګ او درد خواشيني کيږي، بلکې د کمزورو او ضعيفو هېوادونو په جګړو کې د خپلو هېوادونو ګټې خوندي بولي.



