جګړئېز درواغ

جوادڅارګر
دسنبلې په ۱۷م تاریخ دشپې پر دولسو بجو امریکایي چورلکو دننګرهار په وزیرو کې کومانډویان کښته کړل، چاپه په ملا نیک محمد رهبر او ملګرو یې پلان شوې وه
صلیبي کومانډو عسکر پر یوه بجه او دېرش دقیقو هغه ځایګي ته ورسېدل چېرې چې ملانیک محمد رهبر او ملګري یې جمع ول.
په سبا سهار دننګرهار FM رادیوګانو (انعکاس او اراکوزیا) په خبري ژورنال کې داسې دعوه وکړه؛ بېګاه شپه په وزیرو کې چاپه ترسره شوه چې په ترڅ کې یې درې تنه طالبان وژل شوي، اته زخمیان او پنځه یې له ځانه سره وړي.
اصل حقیقت څه شی دی؟ ایا رسنیو رښتیا ویلي؟ رسنۍ او صلیبیان ولې جګړئېز درواغ وایي؟
اصل حقیقت
کومانډویان له وېرې له چورلکو په رسیو کښته شول، دغره په لوړه څوکه ناست دملا نیک محمد رهبر رابط دشپني دوربین په توسط دکومانډویانو خوځښت او حرکت، دقیق څاره او دقیقه پر دقیقه یې دمخابرې له لارې ملګري خبروَل.
دکومانډویانو سرې بتۍ له لېرې لېدل کېدلې، رهبر او څو تنه مجاهدین یې دوزیرو دشمک کلي(درهبر دنږدې ملګري او همکار بدرالدین)په میلمستون کې ناست ول او درابط دمعلوماتو سره سم یې ترتیب برابراوه
امریکایان نېغ هماغه میلمستون ته روان ول چېرې چې رهبر او ملګري یې له وړاندې موجود وه.
کله چې کومانډویان میلمستون ته نږدې شول، درهبر دڅنګ یار ‘شهید ابوبکر’ رهبر ته وویل؛ موږ پر کومانډویانو برید پیلَوو او تاسو ځان وکاږئ.
ابوبکر ددریو ملګرو سره ووت، رهبر او ملګري یې ورپسې جوخت وخوځېدل
ابوبکر په ناخبره کومانډویانو ناتار جوړ کړ؛ ورسره سم رهبر او مجاهدینو یې ساحې ته په رارسېدلیو کومانډویانو د الله اکبر په ملکوتي نعرو دمردکیو باران پیل کړ
دجګړې دپیل سره سم هلیکوپتر څو ضربې وکړې او له ساحې وتښتېده، او چارمشینه الوتکې چې خلک یې ‘ټک ډومۍ’ بلي، بېدریغه بمونه وروَل پیل کړل.
وارخطا کومانډویان چې له کیڼې خوا یې پر میلمستون چاپه راوړې وه، میلمستون ته دننه شول او دښۍ خوا کومانډویان تقریباً ټول ووژلی شول او څه یې زخمیان شول.
رهبر او مجاهدین یې دچاپې له ساحې آرام ووتل؛ ابوبکر او یو بل مجاهد له خپل ګران امیر څخه ځان فدا کړ، په مخامخ جګړه کې شهیدان او یو بل مجاهد ملګری سرسري زخمي شو.
پاته کومانډویان څه دوژل شوو او زخمي شوو صلیبیانو په زنو تړلو، پانسمان او پټۍ بوخت شول او څو تنه یې په کور ننوَتل، نغدي پیسې، او موبایلونه یې غلا او دکور سپین ږیری څښتن یې له ځانه سره یوړ.
رسنۍ او صلیبیان ولې درواغ وایي؟
شپنۍ چاپې دصلیبیانو وروستۍ حربه ده چې تر یو څه حده بریالۍ بریښي؛ که چېرې دشپنیو چاپو پر اړه اصلي حقایق رسنیز شي، ددښمن یو څه پاته مورال هم له منځه درومي، او دنورو عملیاتو په څېر خارجي عسکر له شپنیو چاپو هم ځانونه کاږي.
په انځورونو کې وینو چې دکومانډویانو بلها عسکري الات په ساحه کې پاته شوي او دطالبانو لاسو ته لوېدلي، دپانسمان ټوټې او دنارنجک مرمۍ هم له ورایه بریښي
دوزیرو ټول ولس دطالب شهیدانو له اصلي شمېره اګاه دی چې دوه شهیدان او یو زخمي دی او دکور سپین ږیری څښتن امریکایانو له ځان سره بوولای مګر رسنیو په ډېره سپین سترګۍ دډیر څه دعوه کړې
دوارخطا دښمن له درواغو اندازه اخیستلای شو چې غرب دمجاهدینو پر وړاندې په هر ډګر کې په ګونډو دی، تشې لاپې ورپاته دي او غواړي روانه جګړه په درواغ ویلو تر یو څه وخته وغځوي.





