روسیې، د اسد رژیم او حزب الله، په ګډه ولسي خلک د درنو بمباریو هدف ګرځولي دي

د الجزیرة نه په مننې
ژباړه: قاضی عرفان
د روسیې او سوریې ګډو هوایی ځواکونو په حلب او ادلب ښارونو کې د لوی اختر په لومړۍ ورځ پر ځایی هستوګنو باندی سخت بمبار کړی چې یو شمیر عام خلک وژل شوی او یو شمیر نور ټپیان شوي دی.
له بلې خوا د لبنان حزب الله دوه ښارونه په دمشق کې مخکې تر هغې تر درنو وسلو لاندی راوستل چې په اړه یې د مسکو او واشنګټن تر منځ پر سولې څو ساعته مخکې موافقه وشوه، په داسې حال کې چې وسله والو مخالفینو د سوریې رژیم د هغه یرغل مخه ونیوله چې د سوریې په جنوب کې د قنیطرة په سیمه کې یې په لاره اچولی و.
په سیمه کې فعالان وایی چې روسي الوتکو نن ګهیځ د سوریې په شمال کې د ادلب ښار باندې بمونه وغورځول چې درې ښاریان یې وژلي چې عبارت له یوې مور او دوه ماشومانو څخه وو، او یو شمیر نور یې ټپیان کړی، دوه ورځې مخکې هم د ادلب پر ښار ورته بمبار ترسره شوی و، چې نږدی شپیته یې وژلي وو چې ټول ځایی هستوګن ښاریان وو.
مدنی فعالان وایی چې همدا راز روسي الوتکي نن ګهیځ د حلب ښار دننه یو شمیر کلي تر خپل بمبار لاندی ونیول چې له جملې نه یی الصالحین او الجزماتي، د ښار لویدیځ ته منطقة الراشدین، هم دی، په ضمن کې ورسره د سوریی رژیم چورلکو چاودیدونکی بیلری بمونه هم پر صلاح الدین کلي غورځولي دی.
همدا راز د مدنی فعالانو په وینا روسیی الوتکو د شمالی حلب په معارق الأرتیق ښارګوتي باندی درنه بمباري کړی ده، او هم یی پر غربي څنډه کی مدینة الأتارب په مسلسل دول تر خپل هدف لاندی راوستی دی، په عین وخت کی د سوریی رژیم ځواکونو په شمالي څنډه کی د بیانون ښار په توپونو ویشتی چی یو شمیر کسان یی ټپیان کړی دی.
دا بمبارۍ مخکې له هغې صورت ونیو چې لا هغه سوله چې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو هر یو جون کیری او سیرګی لافروف لخوا د شنبې په سهار اعلان شوه لا د عملی کیدو وخت ته نه وه رسیدلې ، دغه سوله به نن ماسپښین د سوریې او مکې مکرمې په اوه بجې عملي شي
له بل پلوه د سوریې خبري آژانس په وینا ترهګرو ګوندونو نن ګهیځ د حلب ښار پر الجدیدة، الحمدانیة او العبارة کلیو باندی توغندي ورولي دي، چې په پایله کې یې یو شخص وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
مدني فعالان وایی: د لویدیځ دمشق په څنډو کې یو شمیر ښاریان هغه مهال ټپیان شول چې د لبنان حزب الله پر محاصره شوی ښارر بلدة مضایا باندی نن سهار د هاوان او توغندیو ډزې وکړی، او زیاته یې کړه چې حزب الله د الزبدانی کلابند ښار هم د درنو وسلو د ډزو هدف ګرځولی دی.



