د استغفار زور مو لیدلی؟

عرفان خوږیاڼی
ابراهيم ابن ادهم رح یو مشهور فقير او صوفي او بزرګ شخصیت وو، هغه یوه ورځ په سفر تللى وو شپه ورباندې راغله، اراده يې وکړه چې شپه دغلته په يوه مسجد کې تيره کړي، مګر د مسجد چوکيدار هغه منعه کړ، له ډيرو تا ویلو ما ویلو نه وروسته ابراهيم ابن ادهم ورته وويل چې زه مجبور یم چې په دې مسجد کې شپه وکړم ځکه چې بل ځاى نلرم چي ولاړشم، نو ابراهيم ابن ادهم ته اجازه ونه شوه خو په مسجد کې یې ډډه ووهله او پريوت، د مسجد چوکيدار لږ وروسته هغه تر پښې ونيو او په کشولو کشولو يې له مسجد نه بهر کړ، ابراهيم ابن ادهم رح باندي د وقار او هيبت اغیز له ورایه ښکاریدو او غټه معتدله ږيره یې درلوده، کله چې د مسجد چوکيدار هغه په داسي حال کې له مسجده بهر کړ چې يو نانواى یې تر سترګو شو، نانوایی هغه ته د شپې د تيرولو بلنه ورکړه، ابراهيم ابن ادهم د نانواى دعوت قبول کړ او د شپې د تيرولو لپاره ورسره ولاړ، کله چې مجلس ختم شو او د خوب وخت شو نانواى ورڅخه ولاړ او په یوه بله خيمه کښي په خپلو وړو اخښلو باندې مصروف شو، ابراهيم ابن ادهم هغه څارلو، نانواى مکمله شپه د وړو اخښلو تر څنګ استغفار وايه، کله چې سهار شو ابراهم سره له دې چې د استغفار په اهميت او حقيقت پوهيدو له نانواى څخه يې پوښتنه وکړه چې له دې استغفار نه دې کله څه ثمره او ګټه هم ليدلې ده؟، نانواى ځواب ورکړ چې ځما ټول عمر همدغه طرزالعمل دى چي کله وړه اغږم نو استغفار وايم، او ثمره مې دا ځنې ليدلې ده چې هر مراد مې الله ج پوره کړى دى خو يو مراد مې پاته دى، ابراهيم ابن ادهم ورته وويل چې کوم مراد دې پاته دى؟ نانواى ځواب ورکړ چې هغه پاته مراد مې دادى چې ابراهيم ابن ادهم په خپلو سترګو ووينم، ابراهيم ابن ادهم ورته وويل چې ” واللهِ دا ستا د استغفار زور وو چې زه ئې په کشولو کشولو درته راورسولم، او ابن ادهم همدا زه پخپله يم.



