هر وژل شوی شهید نه دی

تبصره : عزیر اسدخیل

شهيد يوه اسلامي دينى او اصطلاحي کلمه ده چې هغه چاته کارول کیږي چى د اعلاء کلمة الله لپاره،  د دين او مذهب له دښمنانو سره په مقابله کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، نوموړى شخص د اسلامي ارشاداتو له مخې ډېر پياوړى او الله ته نژدې بلل کيږي.

 له دې څخه پرته نور داسې ډلې خلک هم شته دي چې د خپل موجوده موقف لامله د شهىد اجر تر لاسه کوي چې یادونه يې احادیثو کې شوې ده لکه په اوبو کې د غرقیدلو لامله مړ يا د وبا په ناروغۍ مړ…،

 خو هيڅکله هغه چاته شهيد نه ويل کيږي چې د کفارو په څنګ کې ولاړ وي او دفاع ترينه کوي او په همدې حالت کې ووژل شي، او نه هغه چا ته شهيد ويلاى شو چې د مجاهدينو صف کې ولاړ وي او د اسلام خلاف کارونه کوي او بيا ووژل شي.

 نن سبا که وګورو نو وبه وينو چې د شهيد اصطلاح فقط د مقتول يا وژل شوي لپاره کارول کیږي پرته له دې چې لورى يې په نظر کې ونیول شي، چې دا د شهيد د کلیمې سم او پر ځاى استعمال ندى، د دې ورځې په مناسبت بايد متوجه واوسو، هغه څوک چې د کفارو څخه د دفاع په حالت کې وژل شوى وي ښایي د همغې نظریې او مذهب موافق نوم باندې ونومول شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button