کنړ: طالبان وايي دوی ته د ډګروال په ګډون ۲۲ تنه عسکر تسليم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۵) الماس خدرخېل

طالبانو کابل ټکی کام ته په يو رالېږل شوي خبر کې ويلي، چې د کنړ ولايت دانګام ولسوالۍ کې اړوند د ۱ تن ډګروال په ګډون ۲۱ تنه عسکر تسليم شوي دي.

دوی وايي ياد عسکر وروسته له هغې تسليم شول، چې د طالب مشر ملاهيبة الله اخندزاده د اختر پيغام يې په سيمه او نورو ولايتونو او ولسواليو کې تر عسکرو او پوليسو ورسولو او د حقيقت په درک کولو يې ځانونه د طالبانو اسلامي امارت ته تسليم کړل.

طالبانو د تسليم شوو عسکرو نومونه هم رسنيو ته لېږلي دي، چې په لاندې ډول دي: په تسلیم شویو کې مهم ډګروال آزاد مشواڼی د عبدالمتین زوی، مهم افسر مشیرالله د حبیب الله زوی، زړور د بختور زوی، عبدالقادر د نور اجان زوی، اول ګل د سیدعالم زوی، زینت الله د سیف الله زوی، حضرت ولي د تاج محمد زوی، محمد نسیم د محمد علی زوی، عزیز الر حمن د ګل زرین زوی، زینت ګل د هاشم زوی، پاچا د ناموس زوی، حبیب الله د محمدیار خان زوی، رضاګل د ګل عالم زوی، عمران د نیاز من زوی، بخت ولي د نادر زوی، یارګل د پاچا سعید زوی، رضاګل د جانان زوی، محمد د یارخان زوی، پروش د ناموس زوی، رحمت الله د سیف الله زوی، ګل رحیم د دوست محمد زوی او جمعه ګل د روزمین زوی شامل دی.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د افغان دولت له لوري ډیری پوليس او ملي اردو عسکر د طالب وسلوالو ليکو ته تسليميږي، چې هغوی يې هم بېرته په دې شرط پرېږدي چې بيا به د دولتي عسکرو ليکو ته نه ورځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button