مومند ایجنسۍ:چاودنې لږترلږه ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۷) الماس خدرخېل

په مومند اجنسۍ کې د جمعې د ورځې په لمانځه کې چاودنه شوې، چې پکې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او ۳۰ کسان نور پيان دي.

پاکستاني رسنيو ويلي، چې د جمعې د لمانځه پر وخت د امبار تحصيل په  پایې خان سيمه کې په جومات کې وشوه.

ځايي چارواکو ويلي، چې د جمعې د لمانځه لپاره ډېر خلک راټول شوي و، د دې ډېر امکان شته چې له دې ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي وي.

تر چاودنې وروسته ټپيان نږدې روغتون د درمنلې په موخه وړل شوي، ځايي خلکو اندېښنه ښودلې چې د مرګ ژوبلې شمېر له دې هم لوړېدلی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button