پاکستان: افغان سوداګرو ته به واګه بندر کې اسانتياوې برابرې کړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۲۷) الماس خدرخېل
د پاکستان لوړ پوړو چارواکو ويلي، چې د سيمې ثبات او امنيت د افغانستان له امنيت سره تړلی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې افغانستان کې سوله او ثبات، پاکستان او ټوله سيمه کې د سولې په معنا دي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چې افغان سوداګرو ته به د واګه بندر له لارې د ټرانزیټ ټولې اسانتیاوې برابرې او پر وړاندې پرتې ټولې ستونزې به يې حل کړي.
پاکستان دغه څرګندونې داسې مهال کوي،چې اشرف غني تېره اونۍ اعلان وکړ، افغان سوداګرو ته په واګه بندر کې د پاکستاني مقاماتو له لوري د ستونزو جوړولو په غبرګون کې به له دې وروسته اجازه ورنه کړي، چې د هغه هېواد توکي د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ولېږدول شي.
غني ویلي وو، دغه پرېکړه یې ځکه کړې، چې پاکستاني لوري د واګه بندر له لارې هند ته د افغان سوداګرو د مالونو د لېږدېدو مخه نېولې ده.
څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي و،چې د واګه بندر مو د افغانستان سوداګریزو توکو پر مخ نه دی تړلی، دې وزارت زیاته کړې ده چې دا هېواد د واګه بندر په برخه کې د افغانستان سوداګریزو توکو لیږد په برخه کې پر کړیو ژمنو ولاړ دی.
د مرکزي احصايې د مرکز د شمېرو له مخې، اوس مهال د پاکستان اوه سلنه صادرات د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته کېږي، نو که افغانستان د پاکستان پر وړاندې پر ورته کار لاس پورې کړې، پاکستاني سواګر به له ۵۵ روړې له ډېروالي سره مخامخ شي.
شنونکي وايي، که افغانستان د پاکستان ترانیزیتي توکو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي نو پاکستان به د سوداګرۍ په برخه کې یو نیم مېلیارډه ډالره زیان وکړي.
افغان حکومت په وروستیو کې د پاکستان د ناسمو سیاستونو پر وړاندې نسبتاً سخت دریځ غوره کړی، چې پاکستاني چارواکي یې د بېرته عادي کېدو هڅه کوي.



