د نړۍ پای – خوارج او د هغوی عقاید (اوومه برخه)

لیکوال : محمد العریفی

ترجمه : م، نجم الرحمن (فضلي)

۱۰- د خوارجو ظهور

د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې په امت کې به د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  او د صحابه کرامو   رضی الله عنهم له منهج او طريقو څخه مخالفې څه ډلې (فرقې) به پيدا شي، له هغوی څخه يوه فرقه خوارج هم دي، دا د حضرت علي رضی الله عنه د ډلې خلک دي کوم چې له هغه سره يو ځای په جنګونو کې شريک شوي ؤ، کوم وخت چې د حضرت علي رضی الله عنه او د حضرت امير معاويه رضی الله عنه تر مينځ د (تحکيم) معامله منځته راغله نو دوی له حضرت علي رضی الله عنه څخه منحرف شول او کوفې ته نږدې په ( حروراء) نامي کلي کې اباد شول.

د هغوی عقايد:

(۱) هغوی هغه خلک چې د کبيره ګناه کوونکي وي لکه زنا کونکي او شراب څښونکي ټول کافر او دائمي جهنميان بولي، د دوی دا عقيده ښکاره ګمراهي ده، ځکه چې حق خبره دا ده که يو مسلمان کبيره ګناه وکړي نو هغه ته کافر نه وئيل کيږي، بلکه هغه ته د دغې ګناه له امله نافرمان او فاسق ويل شوي دي او په هغه باندې لازمي ده چې توبه وکړي او له دا رنګه ګناهونو څخه را وګرځي.

(۲) هغوی حضرت علي رضی الله عنه او حضرت امير معاويه رضی الله عنه دواړه کافر بولي او د هغو صحابه کرامو   رضی الله عنهملوی شمير کوم چې د تحکيم په فيصلې راضي ؤ د دوی په نزد هغه ټول کافر دي.

(۳) هغوی له فاسق واکمن سره جنګ کول ضروري بولي، خواه هغه د کفر ارتکاب کړی وي او که نه.

هغوی ځانونه اهل علم بولي، په عباداتو کې ډير سخت مشقت کوي، د هغوی يو لوی شخص (ذوالخويصره) ([1] ) دی د کوم په باره کې چې نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي: )يَمْرُقُونَ مِنْ الدِّينِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنْ الرَّمِيَّةِ( دا خلک به له دين څخه داسې وځي لکه څنګه چې يو تيز غيشی له ښکار څخه صاف ستره د باندې ووځي.

د خوارجو د ظهور اغاز:

کله چې جنګ سفين ختم شو او اهل شام او اهل عراق دواړو ډلو په تحکيم باندې اتفاق وکړ او حضرت علي رضی الله عنه د کوفې په لور روان شو نو خوارجو په لار کې له هغه څخه جدايي اختيار کړه، په لښکر کې د هغوی شمير اته ( ۸۰۰۰) زره ؤ او د ځينې روايتونو مطابق د هغوی شمير شپاړس (۱۶۰۰۰) زره ؤ، دا خلک په حروراء کې پاتې شول، حضرت علي رضی الله عنه د هغوی د پوهيدو لپاره حضرت عبد الله بن عباس رضی الله عنه وليږه، هغه له دغو منحرفينو سره مناظره وکړه.

[1]  –  حضرت ابو سعيد خدري < بيان کوي چې يو ځلې مونږ د نبي کريم 2 په خدمت کې حاضر ؤ، نبي کريم 2 په خلکو کې مال تقسيمولو، په دې موقع کې له بنو تميم سره تعلق لرونکی يو شخص د کوم نام چې (ذوالخويصره) ده راغی او وی ويل: اې محمد ! دا مال په انصاف سره تقسيم کړه، نبي کريم 2 وفرمايل : ته تباه شوی ! دا ووايه که چيرته زه عدل ونه کړم نو بيا به څوک عدل کوي، که چيرته زه د الله رسول يم او عدل ونه کړم نو زه به ناکام او نامراد شم، دا يې چې وليدل نو سيدنا عمر < وويل : اې د الله رسول ! ما ته اجازه وکړه چې زه د دغه سړي غاړه والوزؤم، نبي کريم 2 وفرمايل : دا وپيږنی، د ده يو شمير داسې ملګري دي چې په تاسو کې به يو شخص د هغوی په مقابله کې خپل لمانځه باندې معمولي خيال وکړی او په خپله روژه باندې به د هغوی د روژو په مقابل کې د کم سختي ګومان وکړی، دا خلک د قرآن تلاوت ډير کوي، مګر قران د دوی له ستوني څخه د دوی زړونو ته ښکته نه ورکوزيږي، دا به له دين حخه داسې ووځي لکه څرنګه چې يو تيز غشی له ښکار څخه د باندې ووځي، د هغه غيشي چې سر وکتل شي نو هيڅ به پرې نه وي، بيا چې د هغه بيخ وکتل شي نو هلته به هم هيڅ نه وي، بيا چې د هغه لرګی وکتل شي هلته به هم هيڅ نه وي، بيا چې د هغه (پرکو) وکتل شي نو هلته به هم هيڅ شی نه وي، هغه به له خوښو او وينو حخه ډير په تيزۍ سره وتلی وي، مطلب دا چې دغو خلکو ته به هيڅ معلومه نشي او دوی به د خپلو سرکشيو له امله له اسلام څخه وتلي (خارج) وي، لکه څرنګه چې يو ښکاري د هوسۍ ښکار کوي او د هغه غشی د ځناور په جسم کې داخل شي او هغه بل لور ته ځينې ووځي، ښکاري داسې ګمان وکړي چې غشی يې په ځناور نه دی لګيدلی، سره له دې چې هغه د ځناور له جسم څخه د باندې وتلی وي، د هغوی نښه يو تور رنګی شخص دی، د هغه د بازو او وليو د مينځ برخه به د ښځو د سينې په څير وي، غوښه به يې د هغې ټوتې په څير وي کومه چې مضطرب او متحرک اوسي، دا ډله هغه وخت ظاهريږي کله چې په خلکو کې اختلاف ظاهره شي ، ( صحيح البخاری، المناقب، حديث : ۳۶۱۰، وصحيح مسلم، الزکاة، حديث : ۱۰۶۴.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button