سولې شورا: حزب اسلامي سره د سولې تړون پنجشنبه لاسليکېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۳۱) الماس خدرخېل

په افغانستان کې د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي پلاوي ويلي، چې سبا پنجشبنه به د حزب اسلامي اوحکومت ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

د سولې عالي شورا مرستيال عطاالرحمن سليم ازادۍ راډيو ته وويل: د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‎لیک متن له پنجشنبې وروسته نهايي متن حسابېږي.

نوموړي وويل:”ان‌شاءالله توافقنامه وروستۍ شوې، د دواړو مرکچي ټیمونو تر منځ به لاسلیک شي او نور کسان به هم لاسلیک وکړي او د توافقنامې متن به سبا له لاسلیک وروسته، د دواړو لورو له‎خوا وروستی متن وګڼل شي.”

ښاغلی سليم وايي، دغه تفاهم ليک به په وروستيو پړاونو کې د سولې شورا له رئيس او د ګلبدين حکمتيار وروسته افغان ولسمشر اشرف غني هم لاسليک کړي.

بل پلو د حزب اسلامي پلاوی محمد امين کريم وايي:”هوکړه ‎لیک به تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو لاسلیک شي، ښاغلی پیر سید احمد ګېلاني زه او اتمر صیب به دغه هوکړه‌لیک لاسلیک کړو.”

د شورا د مشر د دفتر رئيس عبدالولي نعيمي رسنيو ته وويل: “که تر سبا پورې کومه داسې جدي پېښه، چې د موافقې د لاسلیک وخت ته زیان ونه رسوي، رامنځ ته نشي، نو له اسلامي حزب سره به د سولې موافقه سبا لاسلیک شي”.

د سولې عالي شورا تر دې دمه په رسمي توګه د سولې موافقې د لاسليک کوونکو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو کومه کاپي چې کابل ټکی کام ترلاسه کړې، پکې د حزب اسلامي پلاوي مشر انجينيرمحمدامين کريم، د سولې شورا د پلاوي مشر عطاءالرحمن سليم، د افغان حکومت استازي د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ته د لاسليکونو لپاره خالي ځايونه پرېښودل شوي دي.

همدارنګه د مسودې په ورستۍ برخه کې د سولې عالي شورا رئيس پيرسيداحمدګيلاني، د اسلامي حزب امير ګلبدين حکمتيار او افغان ولسمشر اشرف غني نومونو ته ځای ورکړل شوی، چې په وروستي پړاو کې به د دوی له خوا د سولې موافقه لاسليک او عملي شي.

که څه هم تر اوسه په رسمي بڼه د حکمتيار د اوسېدو ځای نه دی په ډاګه شوی، خو سرچينې وايي چې د ننګرهار ولايت کې د هغه پر اوسېدو سلا شوې ده.

د سولې عالي شورا د معلوماتو له مخې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې تفاهم‎لیک ۲۵ مادې لري.

چې د څلورمې مادې په يوه برخه کې راغلي:”له افغانستان څخه د بهرنیو پوځي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په تړاو دواړه خواوې خپل ځانګړي لیدلوري لري، په داسې حال کې چې دواړه خواوې په دغې موافقې کې خپلو ژمنو ته په کې درج شوو اوصولو ته کامل التزام لري، د افغانستان اسلامي حزب له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د یو معقول مهالویش غوښتونکی دی”.

په یولسمه ماده کې د اسلامي حزب د بندیانو د خوشې کېدو موده له درېو میاشتو څخه دوو میاشتو ته راکمه شوې، چې د موافقې له لاسلیک وروسته د هغه لېست له مخې چې دواړه خواوې ورباندې سلاء شوي دي د اسلامي حزب بندیان بیرته خوشې شي.

دغه راز، په پنځلسمه ماده کې د اسلامي حزب د هغو افسرانو او مامورینو لپاره ترفیع په پام کې نیول شوې، چې پخوا د دولت کارکوونکي وو.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button