ولسي جرګې د اجرائيه ریاست د لغوه کیدو غوښتنه وکړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۳) زرغون خوږیاڼی

د حکومت اجراییه ریاست چوکۍ چې د سیاسي جوړجاړي پر اساس د دوه کلونو لپاره رامنځ ته شوې وه، چې اوس مهال یې موده پوره پوره شوې او ولسي جرګې یې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه

په یو غیر قانوني او سیاسي جوړجاړي سره د جوړ شوي ګډ حکومت مشروعیت ختم شوی دی، د ګډ حکومت په سیاسي تفاهم لیک کې ویل شوي وو، چې په دوو کلونو کې به د ګډ حکومت مشروعیت لپاره یوه لویه جرګه جوړیږي او یا به په یاد وخت کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کوي.

 دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې ټاکنې ونه شوې او ګد حکومت د مشروعیت لپاره د اساسي قانون لویه جرګه هم جوړه نه شو، د شنونکو په وینا، نور افغانان د ګډ حکومت په نوم کوم نامشروع دوه سری حکومت نه پيژني.

د ولسي جرګې غړي وایي،د  ګډ حکومت د کاري مودې له پای ته رسېدو وروسته دغه اداره رسمیت نه لري او باید له بودیجوي واحدونو څخه ویستل شي.

د ګډ حکومت د تفاهم لیک دوه کلونه پوره شول، حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی، د شنونکو په ویناو د دوه سري حکومت مشران په تیره دوه کلنه دوره کې یواځې په خپلمنځي اختلافاتو کې راګیر وو او د واک نیم په نیم ویشلو کې یې سره ژور اختلافات درلودل، اوس د ګډ حکومت دوام غیر قانوني دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button