(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۴) زرغون خوږیاڼی
د چارواکو په وینا له هلمند ولایت نه وروسته ټاکل شوې ده چې د امریکايي عسکرو یوه ډله د غزني ولایت ته ستنه شي او هلته د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي عملیات وکړي.
د کورنیو چارو وزارت په حواله ویل شوي دي، چې افغان ځواکونو د امریکايي ځواکونو سره تر خبرو وروسته دې نتیجې ته رسیدلي چې شاوخوا ۱۰۰ امریکايي عسکر به په غزني ولایت کې میشت شي.
د غزني د والي ویاند جاوید سالنګي ویلي، چې تیره ورځ د ناټو ځواکونه او د افغان پوځ د ۲۰۳ لیوا چارواکي غزني ولایت ته تللي او هلته یې پر امنیتي مشکلاتو بحث کړی دی، دوی د نوو عملیاتو د پیلولو خبرې وکړيې.
د غزني والي عبدالکریم متین وايي، چې په یاد پلاوي کې امریکایي ځواکونه هم شته، امريکايي ځواکونه به په غزني کې له افغان ځواکونو سره يوازې په هوايي عملياتو کې برخه اخلی، ده وویل یاد عملیات به ډیر ژر پیل شي.
د والي په وینا، په وروستیو څو میاشتو کې غزني کې ۷۷ عملیات شوي چې په کې نږدې ۴۰۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
















