د اسراییلو پخوانی  ولسمشر شیمون ومړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۷) زرغون خوږیاڼی

د اسراییلو پخوانی  ولسمشر شیمون پیریز د ورپیښې شوې ناورغۍ له امله تیره شپه په روغتون کې ساه ورکړه.

شیمون دوه اونۍ وړاندې فالج وواهه او د سیمې په یو روغتون کې بستر شوی و، تیره شپه یې د زړه سکته وکړه او د ۹۳ کلونو په عمر مړ شو.

شیمون پیریز درې ځلې د اسرائيلو  لومړی وزیر په توګه دنده تر سره کړې ده.

د شیمون د مړینې خبر  د اسراییلو رسمي خبري اژانس ورکړی دی.

ویل کیږي چې شیمون د اسراییلو په رامنځته کولو پراخه رول لوبولی دی او د فلسطین په اشغال شوې سیمه کې یې اسراییلو ته ځای ورکړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button