اشرف غني او حکمتيار سبا د سولې تړون لاسليکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۷) الماس خدرخېل

د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي استازو تر منځ د سولې تړون تر لاسليک وروسته ښايي سبا ګلبدين حکمتيار او اشرف غني په دغه تړون لاسليک وکړي.

د ګډ حکومت يوې نږدې سرچينې پژواک ته ويلي، چې د پنجشنبې په ورځ به په ارګ کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له يوه نامعلوم ځای څخه د ويډيو کنفرانس له لارې د سولې پر تړون لاسليک وکړي.

سرچينې ويلي، چې په ارګ کې جوړېدونکې غونډه کې به تر زرو کسانو پورې حزبي، سياسي، پخوانی ولسمشرحامدکرزی او نور لوړپوړي چارواکي ګډون کوي.

ياده حکومتي سرچينه وايي، د غونډې په ترڅ کې به اشرف غني هم د سولې پر تړون لاسليک وکړي.

بل پلو د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حزب اسلامي پلاوي کرزي ته په یادو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

بايد وويل شي، چې د حزب اسلامي او ګډحکومت تر منځ په ګډه اعلامیه کې ويل شوي و، چې دغه سند به د ولسمشر غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار  تر لاسلیک وروسته نافذ شي.

د دغه تړون له مخې به دولت د جګړې څخه د لاس اخېستلو په بدل کې حکمتیار او نورو مشرانو ته قضايي مصؤونیت ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې د حزب اسلامي او حکومت تر منځ مذاکرات نېږدې دوه کاله وړاندې پیل شوي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button