د کلنټن او ټرمپ ترمنځ لومړنۍ مخامخ مناظره وشوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۷) زرغون خوږیاڼی
د دیموکرات ګوند لخوا راتلونکو ولسمشریزي ټاکنو ته نومانده کلنټن او د جمهوري ګوند لخوا نوماند ټرمپ پرون د نیویارک په یو پوهنتون کې په ژوندۍ بڼه په تلویزیوني مناظره کې سره په لومړي ځل مخامخ شول.
دواړو نوماندانو د کاري مخکینې په اړه پر یو بل توندې نیوکې وکړی، د ټرمپ مالیه نه ورکول او هیلري کلنټن حکومتي کارونه د یو لړ پوښتنو لاندې راغلل.
ټرمپ پر هیلري کلنټن د داعش ډلې ملاتړ ته اشاره وکړه او ویې ویل، ورشئ او د کلنټن ویبپاڼه او یمیلونه وګورئ، تا دښمن ته ټول پلانونه افشا کړي دي.
کلنټن وویل، ټرمپ حکومت ته مالیه نه ورکوي، کوم شی شته چې ټرمپ یې پټوي او خپل مالیاتي رپوټ نه خپروي.
ټرمپ وویل چې زه به هغه وخت خپل مالیاتي راپور خپور کړم چې هیلري کلنټن خپل ۳۳ زره خپل ډیلټ شوي ایمیلونه خپاره کړي، چې د بهرنیو چارو د وزارت دنده یې درلوده او له خپل شخصي ادرس څخه یې امیلونه لیږلي وو؛ خو هیلري کلنټن ومنله چې ما دا یوه تیروتنه کړې ده اوزه یی مسوولیت منم.
ټرمپ د منځني ختیځ د ناکراریو پړه پر هیلري کلنټن ورواچوله، ټرمپ وویل هیلیري کلنټن د روحي او فیزیکي پلوه ددې وړ نه ده چې ولسمشره دې شي.
مناظرې ۹۰ دقیقې دوام وکړ او په امریکا کې تر ټولو ډيره کتونکې مناظره وبلل شوه.



