په امريکا کې د پوځي هډې نه ۷ تنه افغان پوځي افسران تښتېدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۷) الماس خدرخېل

د افغانستان ۷ تنه افسران ،چې امريکا ته د زده کړو په موخه استول شوي و، په هغه هيواد کې لادرکه شوي دي.

د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون وياند پاتريک آل اوانس رسنيو ته ويلي، چې نوموړي ۷ تنه افسران چې د زده کړو په موخه امريکا ته استول شوي و، په روانه مياشت کې يې ټول له نظامي کمپونو تښتېدلي دي.

وياند ويلي، چې له ۷ تنو افسرانو څه يې ۴ تنه پرته له دې چې چاته خبر ورکړي د رخصتۍ په ورځ تښتېدلي او درې تنه نور بيا د روانې مياشتې په ۱۷ او ۱۸ د اونۍ د رخصتۍ په ورځو کې لادرکه شوي دي.

پنټاګون ويلي، چې دغه سرتيري د امريکا له بېلابېلو نظامي هډو څخه تښتېدلي دي، چې دوه تنه يې د جورجيا د فورت نظامي هډې نه، يو افسر د ليتل راکس نظامي هډې نه او يو بل د ويريجينيا د لي د نظامې هډې نه تښتېدلی دی.

بايد وویل شي، چې تر دې وړاندې هم افغان افسران په امريکا کې له نظامي هډو څخه تښتېدلي دي.

تر دې دمه د افغانستان دفاع وزارت د افسرانو د تښتېدلو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button