دایکندي: د ګیزاب امنیه قومندان له خپلو ۴ ملګرو سره طالبانو ته تسلیم شوی

کابل ټکی کام ۰۷میزان/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د خبري رسنیو د خبر پر اساس چې د دایکندي ولایت د ګېزاب ولسوالۍ نوی امنیه قومندان سید نور نن سهار د خپلو ۴ ملګرو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی او له خپل ځان سره یې یو شمېر پوځي مهمات هم وړي دي.
خبر وايي، د ګېزاب ولسوالۍ نوی امنیه قومندان (سید نور) نن سهار وختي ۵:۰۰ بجې د خپلو څلورو ملګرو سره طالبانو ته ورغلی او وسله یې په ځمکه ورته اېښې ده.
طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي:
« دګوډاګي ادارې له لوري ټاکل شوی نوی امنیه قومندان (سیدنور) له خپلو ۴ ملګرو عسکرو سره دحقایقوپه درک کولو داسلامي امارت مجاهدینوته تسلیم شو
نوموړو له ځان سره یوثقیل او ۴ کلاشنکوفونه هم ترمجاهدینوپوري رارسولي.».
د یادولو ده، څه موده وړاندې د ګېزاب ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان سیف الله د افغان عسکرو له خوا بندي کړی شوی او پر ځای یې سید نور د دغې ولسوالۍ امنیه قومندان وټاکه.



