افغان لوبډله نن له بنګله دیش سره د کرکټ دویمه لوبه تر سره کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۵۹ تله ۷) زرغون خوږیاڼی

ټاکل شوې ده نن له غرمې وروسته د افغانستان په وخت یوه بجه د افغانستان او بنګله دیش کرکټ ټیمونو تر منځ دویمه یو ورځينۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره شي.

د کرکټ ملي لوبډلې رئيس احمدزی ویلي دي، چې د بنګله دیش سره د نننۍ لوبې لپاره به په افغان لوبډله کې یو لړ بدلونونه رامنځته شي.

ویل کیږي چې په نننۍ لوبه کې به ګلبدین نائب هم ځای کړی شي.

د یادونې وړ ده چې د افغان او بنګله دیش په لومړنۍ لوبه کې د ګټې ډیر چانس د افغان لوبډلې و؛ خو د تخنیکي او رواني اړخونو له امله افغان کرکټ لوبډلې یاده لوبه په ۷ منډو سره وبایلله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button