(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۷) الماس خدرخېل
تېره شپه او سهار مهال پر بګرام پوځي اډه د طالبانو توغنديز بريدونه تر سره شوي، چې سيمې ته نږدې اوسېدونکو پکې لوګي ليدلي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلي خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو د بګرام پر هوايي اډې تېره شپه ۱۱ بجې توغنديز بريدونه کړي.
طالبانو ويلي، چې د دوی توغول شوي توغندي په هدف لږېدلي او بهرنيو پوځيانو ته مالي او ځاني تاوان اوښتی.
همداراز په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار مهال ۵ بجې په ياده اډه يو بل توغنديز بريد هم ترسره شوی، چې په پايله کې يې په ياده اډه کې ميشت امريکايي ځواکونو ته د تلفاتو ور اړولو ادعا کړې.
د يادونې ده، چې تېره شپه هم د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو د ماين په يوه چاودنه کې څلور امریکايي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړو.


















