پاکستان ته د ۱۱ امریکايي جنراتورونو د قاچاق مخه نیول شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۷) زرغون خوږیاڼی

د ملي امنیت ریاست ویلي دي، چې په بار وړونکو موټرو کې ۱۱ امریکايي غټ جنراتورونه بار وو او غوښتل یې چې د قاچاقبرانو پر مټ یې پاکستان ته واړوي، د ملي امنیت د کشفي ارګانونو لخوا کشف او ونیول شول.

 ویل کیږي چې دغه غټ او لوړ ظرفیت لرونکي جنراتورونه د ننګرهار ولایت په مهمند درې ولسولۍ کې نیول شوي دي.

یاد ریاست ویلي چې دغه جنراتورونه د مهمند درې ولسوالي د ګردي غوث په سیمه کې د قاجاقبرانو لخوا په یوه قلعه کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې په فرصت موندلو سره یې د پاکستان خاورې ته واړوي، کشف او ونیول شول.

ملي امنیت نه دي ویلي  چې د یاد جنراتورونو د قاچاق په تور یې څوک نیولي او که نه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button