کابل ټکی کام ۰۷میزان/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د غزني ولایت د والي ویاند وايي، چې تېر مازدیګر د دغه ولایت د ګیرو ولسوالۍ په تپه خاکي سیمه کې د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۱۴ طالب وسله وال ووژل شول او همدا راز د دغې ډلې ۳ موټر، ۶ موټرسایکلونه او یو شمېر وسلې له منځه یووړلې.
مګر د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د دولتي چارواکو دغه ادعا تش پروپاګند بللي دي او دا یې د دوی د ماتې ښکارندوینه بللې ده.
« موږ د دښمن دغه پروپاګند ردوو، په تیرو ۴۸ ساعتونوکې موږ په غزني کې هيڅ هوایی برید نه دی لیدلی او نه مو الحمدلله څوک شهیدان شوي دي.
دښمن غواړي په ګیرو او شلګر کې ترمحاصرې او بریدونو لاندې عسکرو ته په داسې افواهاتو سره روحیه ورکړي.
د غزني د ګیرو ولسوالۍ مرکز له تیرو شلو ورځو راپه دې ترمحاصرې لاندې دی او تر اوسه هلته د دښمن له ۵۰ ډير عسکر او پولیس وژل شوي دي.»


















