(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۷) زرغون خوږیاڼی
له هند، بنګله دیش او بوتان وروسته افغانستان هم اعلان وکړ چې په اسلام اباد کې به د سارک په غونډه کې ګدون ونکړي.
د ولسمشر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري بي بي سي ته وویل، چې افغانستان د سارک یا د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ ټولنې په راتلونکې سرمشریزه غونډه کې چې اسلام اباد کې تر سره کیږي، ګډون نه کوي.
یوې سرچینې ویلي، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مصروفیتونو له کبله د سارک په سرمشریزه غونډه کې ګډون نه شي کولی.
چخانسوري په پاکستان تور پورې کړ چې وسله وال ددوی له خاورې پر افغانستان بریدونه کوي، ده همدا راز د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو اړیکو په اړه وویل، چې پاکستان افغان سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې د واګه باډر له لارې خپل سوداګریز توکي هند او یا نورو ملکونو ته ولیږدوي.
ښاغلی چخانسوري وايي، تر هغه مهاله چې د سیمې لویو امنیتي ستونزو د حل لپاره اقدامات و نه شي، افغانستان به د سارک غړو هېوادونو په سرمشریزه غونډه کې ګډون نه کوي.
سارک سرمشریزه د جنوبي اسیا د اتو هیوادونو د مشرانو ناسته ده چې په هرو دوو کلونو کې ترسره کیږي او راتلونکې میاشت کې یې ۱۹ غونډه ده چې په اسلام اباد کې به ترسره شي.
د هند د بهرنیو چار وزارت په خپله ویبپاڼه لیکلي دي،سیمه ییزه همکاري او افراطیت په یو ځای نه شي سره تللی، ځکه نوی ډېلی د اسلام اباد غونډه کې ګډون نه کوي.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا په یو ټوېټ کې لیکي، له هند یې د دې پرېکړې هیله نه کېده.
بنګله دېش بیا ویلي، مونږ د سارک د پروسې د پیلوونکي او جوړوونکي په توګه ځان سیمه ییزې همکارۍ، ارتباطاتو او یو والي ته کلک ژمن بولي خو باور لري چې دا کارونه په ښه فضا کې کېدای شي. نو دې مسلې ته په پام بنګله دېش د اسلام اباد په سرمشریزه کې ګډون نه شي کولی.


















