د رباني د تلین په مراسمو کې د کرزي سپکاوی شوی

کابل ټکی کام ۰۹تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د تلین د مراسمو د لمانځلو پر مهال، د کرزي په حضور کې د «مرګ پر کرزي» شعارونه ور کړل شول، چې له کبله یې په غونډه کې ګډوډي رامنځته شوه.
دا مراسم چې نن د لویې جرګې په تالار کې ترسره شول، پیل یې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په وینا سره وشو، بیا پخواني جنګسالار سیاف خبرې وکړې.
د سیاف د خبرو په منځ کې د غونډې یوه ګډونوال پورته شو، او د «مرګ پر کرزي» شعارونه یې ورکړل، چې له کبله یې په غونډه کې ګډوډي رامنځته شوه.
سیاف د خپلو خبرو په جریان کې له ګډونوالو وغوښتل، چې دا غونډه د کنځلو لپاره نه ده دایره شوې.
د غونډې یو شمېر ګډونوالو پر شعار ورکوونکي نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې دا د حامد کرزي خپل شخصي نظر دی.
د سیاف د خبرو په منځ کې حامد کرزی سټېج ته راغی او د غونډې ګډونوال یې ارامۍ ته را وبلل او زیاته یې کړه، چې د هېواد دښمنان غواړي، افغانان په خپلو منځونو کې بې اتفاقه کړي.
ښاغلي کرزي شعار کوونکي د سټیج مخې ته راوستل او کلکې غاړې یې ورکړې.
کرزي زیاته کړه:
«زه د استاد رباني شاګر د یم او دې ته حاضر یم، چې په هېواد کې د سولې او اتفاق لپاره بې عزته شم.».
ښاغلي کرزي همد راز وویل، هغه څوک چې د روسانو بمبارد یې بد ګڼلو او د امریکایانو بمبارد ښه ګڼي، مجاهدین نه دي، باید داوړه وغندي.



