د حکمتیار د وینا او عمل توپیر او ستره تاریخي ماتې

لیکنه: انجنیر رحمت الله همراز

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون د سولې هوکړه لاسلیک کړه، پداسې حال کې چې په هېواد کې لا د لسګونو ملکونو وژونکې لښکرې شتون لري، دا دده لپاره ستره تاریخې ماتې وه.

ګلبدین حکمتیار دا په اثبات ورسوله چې ټول هېواد وال یې د مجاهدینو د بري بدناموونکی، د هېواد د زرګونو بې ګناه اوعامو انسانانو وژونکی او یو قدرت غوښتونکي شخصیت په توګه پيژندلو او پيژني يې.

ګلبدین حکمتیار چې پخوا د مجاهدینو د یوې ډلې سر لښکر په توګه پیژندل کیدو، اوس امریکایانو ته سر ټيټ او بې اهمیته کړ، دی د کفر لاسپوڅو او غلامانو ته تسلیم او ټوله کفري نړۍ یې خوښه او خوشحاله کړه.

ګلبدین تیره ورځ په ثبت شوې ویډيو کې اقرار کوي چې یواځې هغه مجاهد د قدر وړ دی چې وسله وال جهاد او په سنګر کې پاتې کیدو ته د الهي فریضي په سترګه ګوري، د لمانځه او روژې په څیر یې ګڼي، د ازادۍ او اسلامي نظام قایمولو لپاره جنګیږي، نو حکمتیار صیب! ایا ته د همداسې یو مجاهد په څیر نه شوې جوړيدای او که د جهاد تلپاتې فریضه ختمه شوې ده؟ د هېواد ازادي مو شته او که خارجي وسله وال پوځونه په کې شتون لري؟

حکمتیار وايي که په جنګ کې ۱۰۰۰ وګړي مري نو ۹۹۹ یې افغانان دي، مونږ دوی ته وايو داسې جنګ نه د عقل مندو جنګ دی او نه د مومنو مجاهدینو جنګ، نو حکمتیار صیب! تاسو چې د کابل په خپلمنځي شخړو کې ۶۰۰۰۰ عام وګړي ووژل ایا دا ټول بهرني ول او که ته عقل مند نه وې لیونی وې، او یا هم هغه وخت دې له مسلمانۍ لاس اخیستی و او په نفسي غوښتنو کې ډوپ وې؟

ایا تاسو چې د روس سره د امریکا په اسلحو جنګیدۍ، هغه وخت هم سل په سلو کې روسان وژل کیدل او که افغانان هم پکې وو؟

حکمتیار صیب! تا په خپله ثبت شوې ویډیو کې ویلي، چې دې جنګ کې په ۱۵ کلونو کې هیڅ کومه مثبت نتیجه تر لاسه نه شوه! نو ایا ته کومه نتیجه غواړې چې کابل کې باید ته په ارګ ورننوتی وای همدا به ښه نتیجه وه او که د کفر شکست دې مطلب دی؟

هيواد ته راغلیو کفارو، د ټولې نړۍ سیاسي شنونکو په وار وار خپله اقرار کړی چې امریکایان په افغانستان کې مات شول، اقتصادي رکود سره مخ شول، په زرګونو پوځیان یې ووژل شول، لیونیان شو او حتی تيښتې ته اړ شول، خپله د جنګیدونکو صلیبیانو په وینا ۳۰ سلنه ځمکه د مجاهدینو په لاس کې ولویده، نو تاسو کومه کامیابي غواړۍ؟ (الجهاد ماضی الی یو م القیامة).

حکمتیار ته په لیکل شوې مقاله کې ده وویل، چي بهرني ځواكونو غوښتل له افغانستانه ووځي؛ خو د كندز وروستيو جگړو پاتې كړل، دا دې د خپل ټول تاریخ ته ستر د بیغیرتۍ او پیغور ټکی دی، تا چې دا خبره په خپله خوله کوله ایا ته شرمیدلې نه، ایا د خپل جهاد په پیر کې دې کله هم داسې بیغیرته او شرموونکی اټکل کړی و؟ د جهاد بریا ته د کفر بریا ویل دې خوله څنګه کږه نه کړه؟

مجاهدین به نور هم جګړو ته زور ورکوي او د کفري قانون څخه به خپل هیواد ته نجات ورکوي، ستا دې زړه وچوي حکمتیاره! الله جل جلاله به تاته ستا د مکر اوفریب بدله هم درکوي انشاالله.

ګلبدین صاحب وايي، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړئ، نو حکمتیار صیب تا د خپلو تیرو جګړو په وخت کې ولې بین الافغاني مذاکرات نه منل، ډاکټر نجیب الله درته ټول حکومت روغ جوړ سپارلو خو تا یې انکار وکړ چې د ټوپک اوجګړو په زور به کمونیستي نظام ته خاتمه ورکوم؟ د اوسني پخواني حکومت د اشغال تر منځ کوم توپير وینۍ؟

 زه د ښاغلي اشرف غني څخه غوښتنه کوم چې د طالبانو مهم بندیان له هر راز او قید پرته ازاد کړه! ګرانه ته د خپلو ویناو ارزښت ته فکر وکړه او د خپل ورکړل شوي لیست غم دې وخوره، اشرف غني ستا غوښتنې ته لږ تر لږه اشاره هم ونکړه.

هو! ستا دا خبرې رښتیا دي او ستا د عمل سره ستر توپیر لري، چې ((بهرني ځواکونه افغانان وژلی شي خو ایل کولی یې نه شي، جنګ اوږدولی شي خو ګټلی یې نه شي، یو وړوکی او د ملت منفور ډلکی د یو څه وخت لپاره په ګدۍ کښینولی شي خو د تل لپاره یې هیڅ نه شي ساتلی))، مونږ همدا هوډ کړی چې تا ویلی دی خو عملي دې نه کړ، تا لاره بدله کړه او ځان دې د کفر په غیږ کې لکه نانځکه وغورځولو.

حکمتیار صیب تاریخ هر څه ثبت کوي، ومو لیدل چې ټولې ویناوې دې د عمل سره ستر او تاریخي توپیر لري، په لسګونوثبت شوې ويډیوګانې دې لا هم شته دی چې د یادې خبرې ثبوت ورکوي.

تا په یوه ویډیو کې د دې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي، چې:

پوښتنه: تر اوسه تاسو ته چا د داسې مرستې وړاندیز کړی، چې ستاسو یا ستاسو د کوم قومندان نوم ملل متحد له تور لیست څخه لرې کړي؟

ګلبیدین : دا تور لیست د CIA  له لوري جوړ شوی، د واقعي ازادي غوښتونکو نومونه په کې درج شوي، نه د خیانت کارانو نومونه. خیانت کاران اوس په کابل کې امریکایانو په خپلو غیږو کې نیولي، د کابل په امریکايي حکومت کې یې لوړې لوړې کرسۍ ورکړي، که امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځونو د شتون په حالت کې زما نوم له تور لیست نه وباسي دا به زما لپاره ډیره غمجنه شیبه وي.

حکمتیار صیب! اوس د خپلو دې خبرو ته څه ځواب لرې؟ اوس دې خیانت وکړ او که ګټه؟ امریکايي پوځونه اوس په افغانستان کې شته او که نه؟ د غمجنې شیبې غږ به هم درباندې وشي.

یوه بله ویډیو کې حکمتیار قسم کوي: والله چې زر کاله په ما همدغه حالت وي، ټوله دنیا مې مخالفت و کړي، تر څو په افغانستان کې اسلامي حکومت نه وي قائم شوی، زه به وسله په ځمکه کښینږدمه او له سنګره نه به کور ته نه ځم!

هو! دا خبرې هم ستا اوسني تاریخ ته پیغور ورکوي، اشرف غني په غونډه کې په ښکاره توګه وویل چې سوله د اساسي قانون لاندې شوې ده، خو تا او ستا مشاورینو د اسلامي قانون فکر ورباندې کړی، د مبارزې له پیل نه تر اوسه پورې دې عمل او وینا ستر توپیر لري. باقي دې خیر وي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button