غازي!/ غزل

رفیع الله اتل

لر دی او که بر دی په تا ښکلی دی

سیمه ده که غر دی په تا ښکلی دی

 

تـورو ماښامـو ته سپیـن سبـا یـې تـه

شپه که مازیګر دی په تا ښکلی دی

 

دومره د ښـکلا پر لوړو څـوکـو یې

ستوري که قمر دی په تا ښکلی دی

 

ای د کـمین ښـکلـیه دلاور غــازي

کلی که سنګر دی په تا ښکلی دی

 

ځــي د ښـار ښـکلا درپسـې وګــوره

صف که معسکر دی په تا ښکلی دی

 

زلفې ولونه ولونه پر اوږو زانګي

حسـن که بشـر دی په تا ښـکلی دی

 

تا چــې د دښمــن سینـه څــیرلـې ده

توره که خنجر دی په تا ښکلی دی

 

بیا د نړیوالو لوی قاتـل جوړ شوې

اوښکه که پرهر دی په تا ښکلی دی

 

زړه د اتل ستا مینې اباد جوړ کړ

غیـږه که ټـټر دی په تا ښـکلی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button