(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۳) زرغون خوږیاڼی
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي ، چې د جوزجان ولایت په قوشتیپه ولسوالۍ کې یې د محلي پولیسو ۳ پوستی نیولي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې نن سهار ۴ بجې د جوزجان ولایت د قوستیپې ولسوالۍ اړوند د شیربیګ په سیمه کې د محلي پولیسو په پوستو باندې ددوی د وسله والو ځواکونو لخوا پریکنده بریدونه وشول، ویاند زیاتوي چې له ۲ ساعته جګړې وروسته د محلي پولیسو ۳ پوستې د طالبانو په لاس ونیول شوې.
په خبرکې ویل شوي، ((یادي پوستې له تیرو ۱۶ ورځو راهیسي د مجاهدینو ترکلکې محاصرې اوبریدونو لاندې وې، چي نن د دغو عملیاتو په نتیجه کې د مجاهدینو لاس ته ولویدې)).
د قاري یوسف احمدي په وینا په یاده نښته کې یې ۵ محلي پولیس ژوندي نیولي دي.
طالب ویاند وايي، چې په دې جګړه کې یې۱۰ میله کلاشینکوفونه، ۲ میله پیکاماشیندار، ۱ بمب افګن او ګڼ شمیر ډول ډول مهمات نیولي دي.
بلخوا دولتي سرچینو ویلي، چې په قوشتیپه ولسوالۍ کې د محلي پولیسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې؛ خو دوی د طالبانو لخوا د پوستو نیولو خبر رد کړ.


















