روزګان کې شپږ ولسوالۍ د طالبانو له خوا محاصره دي

کابل ټکی کام ۱۳میزان/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د روزګان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت شپږ ولسوالۍ د طالبانو له خوا محاصره دي.
ځايي چارواکو د دغو ولسوالیو نومونه (دهراوود، چهار چیني، ګیزاب، شهید اساس، چنارتو او خاص روزګان) یاد کړي او زیاته یې کړه، چې په دغو ولسوالیو کې درندې جګړې دوام لري.
د روزګان د ولایتي شورا مشر عبدالکریم خادم زي رسنیو ته وویل:
«د دغو ولسوالیو لارې تړل شوي دي او جګړه دوام لري.»
باید ووایو، طالبانو د هېواد په شمالي او جنوبي ولایتونو کې د ولسوالیو په نیولو لاس پورې کړی دی، چې کندوز، هلمند، بغلان، جوزجان او روزګان یې ښه مثالونه دي.
د یادولو ده، تراوسه پورې نه امنیتي ځواکونو او نه هم طالبانو رسنیو ته د دغه خبر په اړه څه ویلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button